د ژبو او ادبياتو پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې

لیدلوری

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د خپل لرلید له مخې په پام کې لري تر څو په راتلونکو ( ۵ نه تر ۷) کلونو په موده کې د لېسانس په کچه د نویو څانګو د ایجاد تر څنګ په مختلفو ژبو او ادبیاتو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه پروګرامونه پیل کړي.

ماموریت

د داخلي او بهرنیو ژبو ( پښتو، دري، انګلیسي، عربي، هندي او الماني) په ادبیاتو کې د لېسانس او ماسټر په کچه د وړ او مسلکي کادرونو روزل څو هېوادنۍ او بهرنۍ اړتیاوې د صنعت او ټکنالوژۍ سره همغږې کړي.

موخې

  • په ژبو او ادبياتو پوهنځي کې دمسلکي ظرفيتونو روزل او ټولنې ته استخدام .
  • په مسلکي او علمی موضوعاتو کې دملي کولتور خوندي ساتل او بډاينه .
  • دسيمينارونو او کنفرانسونو دايرول او دانسانی سرچينو د ظرفيتونو لوړول.
  • دهېواد په ملي ، ديني او فرهنګي شخصيتونوعلمي سمينارونه جوړول او دځوانانو اشنا کول.
  • هره څانګه يا ديپارتمنت کې دماسترۍ دتحصيل دزمينې  او شرايط برابرول .
  • دپوهنځي په سطحه ديوی ادبي ، مسلکي نوې مجلې (( ادبپوهه))تاسسول  چې دا کار شوی دی او په نژدې وخت کې به په نشر او چاپ پيل وکړي

User account menu