دکرنې بوهنځي ليدلوری ماموريت او موخې

ليد لوری   

د کرنې په چارو کې د علمي کادرونو د روزنې له لارې د کرنيز سکتور د عصري کولو او د پرمختيا له برکته د وګړو په ټولنيز او اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون او اصلاحات راوستل دي.

ماموريت          

د کرنې په چارو کې د علمي کادرونو د روزلو، د څېړنو، ليکنو، د عصري او د مناسبې تکنالوژي د معرفي او خپرونو له لارې کرنيز سکتور هر اړخيز پرمختيا له کبله د وګړو په ټولنيز او اقتصادي ژوند په برخو کې د کرنيزو حاصلاتو د کچې لوړونه، مناسب پروسس، زېرمه کول، بازار موندنه (ځنځيري ارزښت لوړونې) او د طبيعي تعادل ساتنې او پايښت له مخې مثبت بدلون راوستل دي.

موخې

د کرنې پوهنځي اداره ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:

  1. د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر چاپيريال رامنځته کول
  2.  د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کول
  3. د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول
  4. د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لپارې پیدا کول
  5. د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د ننګرهار پوهنتون او کرنې پوهنځي څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول
  6. د وخت او اړتیاووله غوښتنو سره سم په بېلابېلو برخو کې د مسلکي اشخاصو روزل
  7. د لوړو زده کړو له لارې د قانون حاکمیت، عدالت تامین، اقتصادي ودې او امنیت تامینولو ته زمینه برابرول

User account menu