ننګرهار پوهنتون مرکزي لیلیه کې د فلتر اوبو سیستم له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

همدارنګه ددې پوهنتون په بېلابېلو موقعیتونو کې د ۵ بابه تشنابونو د جوړېدو چارو د پیل سربېره د ننګرهار پوهنتون او نورو خصوصي پوهنتونونو ۳۰ تنو بې وزله محصلینو ته کمپیوټرونه، قرطاسیه او نغدي مرسته وویشل شوه.
د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې چارې د مرسته کوونکي لاسونه (HHRD) خیریه بنسټ په مالي مرسته ترسره شوې.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د غونډو تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ، د HHRD ادارې مسؤلینو، د پوهنتون استادانو او محصلینو په کې برخه اخیستې وه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په خپلو خبرو کې د HHRD ادارې د یادو مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې له دې وړاندې یې هم په بېلابېلو برخو کې د پوهنتون له ادارې سره مرسته کړې.
نوموړو یاده مرسته جاریه صدقه وبلله او ترسره کوونکو ته یې د الله تعالی له درباره د اجر غوښتنه وکړه.
د HHRD ادارې مشر عبیدالله فیصل ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ علمي کور یاد کړ او زیاته یې کړه، چې په همدې پوهنتون کې یې زده کړې کړي او خوښ دی، چې اوس یې د نورو همکارانو په ملتیا خدمت کوي.
نوموړي د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکې کې به هم له پوهنتون سره همکاري کوي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د یادو پروژو پرانیسته وشوه او محصلینو ته کمپیوټرونه او قرطاسیه وویشل شوه؛ همدارنګه د پوهنتون د مسؤلینو له خوا د HHRD ادارې مشر ښاغلي عبیدالله فیصل ته د کړیو خدمتونو په ویاړ د اعزاز پګړۍ پر سر شوه.
سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت