ننګرهار پوهنتون کې (د اسلامي شریعت له نظره د مور او ماشوم روغتیا او د واکسینو تطبیق) په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۹:۴
image

 

په نوموړي دوه ورځني ورکشاپ کې، چې د لړم په ۱۶مه د اسلامي مشورتي ګروپ او د روغتیا د نړیوالې ادارې له خوا د پوهنتون په (PDC) مرکز کې جوړ شوى، د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د وروستي کال ۵۰ تنه محصلین برخه لري.

د ورکشاپ د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د امراضو د کنترول او مخنیوي په برخه کې د واکسینو د رول په اړه خبرې وکړې او د هغې منظم تطبیق یې د ټولنې مهمه اړتیا وبلله.

نوموړي وویل: اسلامي شریعت د یوه بشپړ او کامل دین په توګه د انساني ژوند د نورو اړخونو تر څنګ د روغتیا، حفظ الصحې، نظافت او پاکۍ په اړه ګڼې لارښوونې او پیغامونه لري، چې رسول یې د ټولنې د ټولو وګړو او په ځانګړې توګه د علماوو او پوهانو دنده او مسؤلیت دی.

پوهاند بهسودوال ګډونوالو محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې له ورکشاپ اعظمي استفاده وکړي او د ټولنې وګړو ته په رسولو کې یې خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي.

په افغانستان کې د اسلامي مشورتي ګروپ استازي شمس الرحمن فروتن د خپلې ادارې او همدارنګه د ورکشاپ د موخو په اړه ترتیب کړی پریزنټیشن د ورکشاپ ګډونوالو ته وړاندې کړ.

ټاکل شوې، چې په دې دوه ورځني ورکشاپ کې به د فلج ناروغۍ، د پولیو او نورو معمول واکسینونو د شرعي حکم، د اسلامي شریعت او طب له نظره د اجباري ودونو، نظافت او پاکۍ، د مور او ماشوم روغتیا او ځینو نورو مسایلو په اړه بحثونه ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د فوق لیسانس برنامو آمر پوهنوال دوکتور نجیب الله صالح، د علمي تحقیقاتو مرکزي کمېټې مشر پوهنمل محمد ملیار رحماني او د کتلوي معافیت ادارې ځینو مسؤلینو برخه لرله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu