د اقتصاد پوهنځي د علمي کادر بست اعلان!

nu_admin
image

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:

image

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې دوکتورا ، ماسترۍ په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای له ۱۴۴۳/۱۲/۲۴ مطابق ۱۴۰۱/۵/۱ نېټې څخه تر ۱۴۴۴/۱/۴ مطابق ۱۴۰۱/۵/۱۱ نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره