د ننګرهار پوهنتون د پسرلني سمستر ازموینې به د غبرګولي په ۲۶مه نېټه پیل شي.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۸:۴۱
image

 

یادې ازموینې، چې نږدې درې اوونۍ به دوام وکړي، په دوو شفټونو کې (د سهار له ۷ تر ۹ بجو او د ۱۰ تر ۱۲ بجو) او د شپې پوهنځیو او ماسترۍ او دکتورا پروګرامونو ازموینې به د مازیګر له ۴ تر ۶ بجو اخیستل کېږي.

یاده پرېکړه د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې نن ورځ (د غبرګولي په ۲۲ نېټه) ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ د پوهنتون تدریسي روغتون کې ترسره شوه.

په نوموړې کاري ناسته کې د پوهنتون د مشرتابه سربېره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د ازموینو د څرنګوالي، روڼتیا او شفافیت، د ازموینو کمېټې د تجدید، د ازموینو په اړه د لوړو زده کړو وزارت د نوې رالېږل شوې طرحې رعایتولو، د اصولو په نظر کې نیولو سره محصلینو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

د مجلس په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال د روغتون د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه ترتیب کړی پریزنټیشن وړاندې کړ.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت د روغتون فعالیتونه مثبت وارزول او د تدریسي روغتون د ځینو څانګو د رغولو، طبي وسایلو تدارک، محصلینو ته د عملي زده کړو او ناروغانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او نورو بېلابېلو برخو کې یې د روغتون د ټولو کارکوونکو او په ځانګړې توګه د پوهنوال چهاردیوال هلې ځلې وستایلې او د تقدیر په موخه یې نوموړي ته ستاینلیک ورکړ.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د تضمین کیفیت داخلي واحد د کلني پلان او د علمي برنامو د کلني راپور د تائید، محصلینو عرایضو، رتبې تثبیت کیسونو او نورو متفرقه مسایلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS