د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د تدریسي خونو د بیارغونې چارې پیل شوې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۸:۴۴
image

 

په یادو رغنیزو چارو کې د تدریسي خونو د ترمیم تر څنګ د ټولګیو تجهیز هم شامل دی، چې د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د نږدې ۷ سوه زره افغانیو په مالي مرسته ترسره کېږي، چې چارې به یې په دوه اوونیو کې بشپړې شي.

د یادو رغنیزو چارو پرانیسته د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت، د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس دوکتور محمد اسحق صافي او د طب پوهنځي رئیس پوهنوال محمد عظیم عظیم او د یاد پوهنځي د استادانو له خوا وشوه.

د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس دوکتور محمد اسحق صافي په تېر کې له خپلې موسسې سره د تضمین کیفیت، څېړنو، د محصلینو د عملي زده کړو او ستاژ، کانکور ازموینو او د روزنیزو کورسونو د دایرولو په برخو کې د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیکې مرستې او همکارۍ یادونه وکړه او د طب پوهنځي سره کېدونکې مرسته یې د د متقابلو همکاریو لړۍ یاده کړه، چې په وینا یې، په راتلونکې کې به هم دوام ولري.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او علمي مرکزونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبرې وکړې او د سپین غر لوړو زده کړو موسسې له خوا د شوې مرستې د مننې تر څنګ یې زیاته کړه، چې دا د ننګرهار پوهنتون دنده ده، چې د هېواد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره په بېلابېلو علمي او اکاډمیکو برخو کې مرسته او همکاري وکړي.

د ننګرهار د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت د ننګرهار پوهنتون او نورو تحصیلي بنسټونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په شتون خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د مسلکي او په معیار برابر کادرونو د روزلو په موخه باید یادې اړیکې لا زیاتې قوي او پیاوړې شي.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu