د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره وليدل.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۸ - ۹:۲۷
image

 

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل قاضي خالد صداقت د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل. په یاده لیدنه کې دواړو لورو د ننګرهار پوهنتون د علمي، تدریسي، اداري او مالي وضعیت د ښه والي او راتلونکو پلانونو په اړه بحث او سلا مشورې وکړې.