ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو (OBE-SCL) د تدریسي تګلارو د زده کړې ورکشاپ پیل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۸:۵۴
image

 

یاد ورکشاپ، چې د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) په نوښت جوړ او دوه اوونۍ به دوام وکړي، د سپین غر لوړو زده کړو موسسې ۲۲ تنه استادان په کې برخه لري.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل: ننګرهار پوهنتون د هېواد د دویم ستر پوهنیز او اکاډمیک مرکز په توګه خپله دنده او مسؤلیت ګڼي، چې د نویو او ځوانو پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره اکاډمیکه مرسته او همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه: ننګرهار پوهنتون د سپین غر لوړو زده کړو موسسې سره د ګډو همکاریو د تفاهملیک په اساس ژمن دی، چې د نوموړي پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړونې په خاطر ورته په بېلابېلو برخو کې روزنیز کورسونه دایر کړي.

پوهاند بهسودوال د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو استادانو یې غوښتنه وکړه، چې په فعال ګډون سره د ورکشاپ له مطالبو ګټه پورته کړي او د اړوندو پوهنځیو له نورو استادانو سره يې هم شریک کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز آمر پوهنیار محمد مالیار رحماني نور ویناوال وو، چې د ورکشاپ د محتوا په اړه یې ګډونوالو استادانو ته معلومات ورکړل.

د سپین غرو لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر سبحان الله حمیدي د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه مننه وکړه، چې تل یې د دوی معنوي او اکاډمیک لاسنیوی کړی او په راتلونکې کې یې هم د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د ورکشاپ د روزنې چارې د دوو تنو مسلکي روزونکو پوهنمل دوکتور مسعود موحد او پوهنمل جاوید صاحبزاده له خوا پر مخ وړل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS