د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو کمېسون خپله اوونیزه نوبتي غونډه ننګرهار پوهنتون کې وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۱:۵۷
image

 

د کمېسون د غړو په وینا، له یاد مجلس یې موخه د هېواد د اکاډمیکو بنسټونو تر منځ د یووالي او همغږۍ رامنځته کول او د ملي روحیې پیاوړتیا ده.

د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو کمېسون خپله اوونیزه نوبتي غونډه د ننګرهار پوهنتون د تقرر او علمي ترفیعاتو کمېټې سره په ګډه د حمل په ۱۵مه نېټه په یاد پوهنتون کې ترسره کړه.

په نوموړي مجلس کې د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د تقرر او علمي ترفیعاتو کمېسون د غړو او مسؤلینو تر څنګ د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي هم برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د مجلس پرانیسته وکړه او راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ یې له هغوی مننه وکړه، چې د مجلس لپاره یې ننګرهار پوهنتون وټاکه.

پوهاند بهسودوال د ننګرهار پوهنتون په استازیتوب د یاد کمېسون د کړنو او فعالیتونو ستاینه او قدردانی وکړ، چې د ننګرهار پوهنتون په ګډون د ټولو پوهنتونونو د علمي کادر غړو د تقرر او ترفیعاتو په برخه کې یې ترسره کوي.

د کمېسون د غړو په استازیتوب د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي رئیس او استاد پوهاند زلمي احمدزي خبرې وکړې. نوموړي ننګرهار پوهنتون له کابل پوهنتون وروسته دویم ستر علمي او تاریخي کانون یاد کړ.

پوهاند احمدزي وویل: دا لومړی ځل دی، چې د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو کمېسون د یاد وزارت څخه بیرون غونډه کوي او مونږ خوښ یو، چې دا ویاړ د ننګرهار پوهنتون په برخه شو.

نوموړي د ننګرهار پوهنتون د کوربتوب او مېلمه پالنې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې له یاد اقدام څخه یې موخه د هېواد د اکاډمیکو بنسټونو تر منځ د یووالي او همغږۍ رامنځته کول دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د تقرر او علمي ترفیعاتو کمېسونونو غړو په ګډه د هېواد د بېلابېلو پوهنتون د تقرر او علمي ترفیعاتو ۲۰ کیسونه بررسي کړل او د وروستیو کړنو په موخه یې اړوندو څانګو ته محول کړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu