د ملي مصالحې عالي شورا پلاوي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه، استادانو او محصلینو سره ولیدل

sakhizada_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۸:۵۷
image

 

د پلاوي د غړو په وینا، له یادې لیدنې یې موخه د سولې په برخه کې د ملي اجماع جوړېدل او په یاده پروسه کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو د نظرونو او مشورو اخیستل دي.

د انجنیر حزب الله فکري په مشرۍ یاد لس کسیز پلاوي د مرغومي په ۱۱مه د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ددې پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د سولې مرکز مشر پوهندوى نعيم جان سروري، د یو شمېر پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلینو سره ولیدل.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د ملي مصالحې عالي شورا ددې ابتکار ستاینه وکړه، چې د سولې په اړه د ملي اجماع رامنځته کېدو په خاطر د ټولنې د بېلابېلو قشرونو نظرونه او وړاندیزونه راټولوي او یاده چاره یې په هېواد کې د پایدارې سولې د رامنځته کېدو لپاره اړین او اغېزمن ګام وباله.

پوهاند بهسودوال د ټولنیزې سولې په ټینګښت کې د پوهنتونونو او علمي مرکزونو د رول او اغېزمنتیا په اړه رڼا واچوله او په یاده برخه کې یې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز د ترسره کړیو فعالیتونو په اړه راغلي پلاوي ته معلومات ورکړل.

د راغلي پلاوي مشر انجنیر حزب الله فکري ننګرهار پوهنتون د هېواد د سترو علمي او اکاډمیکو مرکزونو له ډلې یو مهم مرکز یاد کړ، چې په وینا یې، د سولې، ملي پخلاینې او نورو ملي پروسو په بریا او پیاوړتیا کې رغنده رول لوبولی شي.

نوموړي وویل: ننګرهار پوهنتون، چې د سولې فعال مرکز او د ټولنیزې سولې د ټینګښت په برخه کې کافي تجربه لري، له مشورو او وړاندیزونو به یې د طرحو په جوړولو کې کار واخیستل شي.

د غونډې په دویمه برخه کې د مجلس برخوالو استادانو، محصلینو او د سولې مرکز غړو د سولې پروسې د بریا او ساختار په اړه خپلې طرحې، نظرونه او وړاندیزونه له راغلي پلاوي سره شریک کړل او له هغوی یې غوښتنه وکړه، چې د سولې په روان بهیر کې دې علمي مرکزونه ښکېل او له تجربو او ظرفیتونو دې یې ګټه واخیستل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu