د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شو

nu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۸:۵۴
image

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي، د پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو، مرستیالانو او اداري آمرينو په کې برخه لرله، د پوهنتون د مالي، اداري، تدریسي او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنځیو له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې د نوي پیل شوي سمستر درسي بهیر کیفیت ښه والي او د استادانو او محصلینو حاضریو ته پاملرنه وکړي او همدارنګه د پوهنځیو او پوهنتون په کچه د پاکۍ کمپاینونه ترسره کړي.

د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي خپل یو کلن ګزارش او د راتلونکي کال کاري پلان د مجلس له غړو سره شریک کړ، چې د رایو په یووالي سره تائید شو.

د مجلس په پای کې په یو لړ نورو متفرقه مسایلو بحث او پرېکړې وشوې او د وروستیو کړنو په موخه اړوندو څانګو ته محول شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu