د ننګرهار پوهنتون رئیس په ختیځ کې د سولې پلویان بنسټ مسؤلینو په ملتیا د ډاکتر ناکامورا پارک څخه لیدنه وکړه

nu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۰:۳۵
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د پوهنتون یو شمېر استادانو او په ختیځ کې د سولې پلویان بنسټ مشر او بنسټګر نصرت الله بصیرزي یې ملتیا کوله، په ننګرهار پوهنتون کې د ډاکتر ناکامورا په نوم د جوړېدونکي پارک د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د انجنیري پوهنځي استاد او د پوهنتون د ودانیزو پروژو څارونکي پوهنیار انجنیر محمد شاکر فاروقي د پارک د ودانیزو چارو په اړه د پوهنتون مشرتابه او راغلو مېلمنو ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، چې د پارک ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوي او پاتې کار به یې هم په راتلونکو دوه میاشتو کې بشپړ شي.

په ختیځ کې د سولې پلویان بنسټ مشر او بنسټګر نصرت الله بصیرزي د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو مننه وکړه، چې د پوهنتون د علمي او رغنیز پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او ژمنه یې وکړه، چې د خپل بنسټ له خوا به د څلور سوه زره افغانیو په لګښت د ډاکتر ناکامورا پارک د کنترول خونه او ځینې نورې برخې ورغوي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ښاغلي بصیرزي د نېک احساس ستاینه وکړه او له نوموړي څخه د مننې تر څنګ یې د ننګرهار پوهنتون په ټولو فارغانو او همدارنګه شتمنو هېوادوالو غږ وکړ، چې په خپلو مرستو ددې علمي او اکاډمیک مرکز ملا وتړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu