د ننګرهار پوهنتون جدیدالشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۲۶
انځور

یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په ګډو هڅو د پوهنتون په جامع مسجد کې ترسره شوه، چې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو، دعوت او ارشاد مسؤلینو، یو شمېر استادانو او د ټولو پوهنځیو زرګونو تنو نویو جذب شویو محصلینو په کې ګډون کړی و.
د غونډې پر مهال د مسؤلینو له خوا جدیدالشمول محصلینو ته د پوهنتون د علمي او تدریسي بهیر، محصلانو ته د خدمتونو، تحصیلي چاپېریال، امکاناتو، اسانتیاوو، د محصل مکلفیتونو او د پوهنتوني ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام په خپله وینا کې جدیدالشمول محصلینو ته ښه راغلاست ووایه، د علم او زده‌کړې پر ارزښت یې خبرې وکړې، هغوی ته یې د اسلام مقدس دین څخه د دفاع، وطن او ځان جوړونې اړوند انګېزه بښوونکې خبرې وکړې.
د پوهنتون رئیس وویل، د یو ملک راتلونکی د ځوان نسل له علمي کچې، فکري ویښتیا او د مسؤلیت له احساس سره مستقیم تړاو لري او ځوانانو ته پکار ده، چې په خپلو مقاصدو او مسؤلیتونو کې غفلت ونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي نظام او افغان ملت ټول امېدونه ځوانانو پورې تړلي، اقتصادي او نور مشکلات باید د ځوانانو د تحصیل مانع ونه ګرځي او هر ځوان باید په قوي ارادې، استقامت او همت سره مسلکي پوهه ترلاسه او د دښمن په مقابل کې په کامل درایت سره د اسلام او وطن دفاع وکړي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي په خپلو خبرو کې د وخت په ارزښت او ننګرهار پوهنتون په ځانګړتیاوو خبرې وکړې او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې ځانونه د وخت له ضایع کېدو وساتي، یو واضح هدف وټاکي او د تخصصي پوهې ترلاسه کولو لپاره د استادانو له تجربو ګټه واخلي.
د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف او د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي د خپلو امریتونو د کړنو اړوند محصلینو ته معلومات وړاندې کړل او هغوی یې د پوهنتون اصولو درناوي او دعوتي امورو کې اطاعت ته راوبلل.
غونډه د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي سراج الدین عمر منصور په دعا سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu