د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۷ تنه فارغ شول.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳۳
انځور

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي اداره او تجارت څانګې ماسترۍ برنامې (اېم بي ای) څخه په ۷ مه دوره کې (۲۷) تنه علمي او مسلکي کادرونه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې د فراغت مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال، ولایت مقام استازي، اقتصاد پوهنځي رهبرۍ او استادانو، د مختلفو پوهنځیو رئیسانو، د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو او د فارغانو د کورنیو غړو په کې ګډون کړی و.

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق رهنما د غونډې د ښه راغلاست وینا پر مهال فارغانو ته مبارکي وویله، د هغوی په علمي او مسلکي روزنه کې یې د استادانو له نه ستړې کېدونکو هلو ځلو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ماسترۍ تر کچې زده‌کړې بشپړول او دې پړاو ته رسېدل د کلونو مسلکي هڅو او خواریو پایله ده.

نوموړي زیاته کړه، چې اقتصاد پوهنځی به راتلونکې کې هم د ملک اقتصادي او اړوندو سکټورونو د پیاوړتیا لپاره لوړ علمي ظرفیت لرونکي او مسلکي کادرونه وروزي او ټولنې ته به یې وړاندې کړي.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني په خپلو خبرو کې د یادو ماسترانو په فراغت خوښي وښوده، د مملکت په اقتصادي خپلواکۍ کې یې د هغوی پر رول خبرې وکړې او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې خپله ترلاسه کړې پوهه او تجربه په عمل کې ثابته، له نورو سره شریکه او په اخلاص سره د خلکو خدمت ترسره کړي.

د ننګرهار ولایت مقام سلاکار مولوي سمیع الله سمون او د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند حمدالله نظامي په خپلو ویناوو کې فارغان نورو لوړو مسلکي زده کړو ته وهڅول او یاد ځوانان یې د هېواد مهم قشر یاد کړ، چې باید خپل راتلونکي مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

د غونډې په پای کې د پوهنځي رهبرۍ، استادانو او راغلو مېلمنو د پوهنتون مشرتابه ته د اعزاز لونګۍ په سر کړه او فارغانو ته سندونه ووېشل شول.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu