ننګرهار پوهنتون کې د نوې لیلیې نیمه کاره ودانۍ پاتې رغنیزې چارې پیل شوې.
د ننګرهار پوهنتون په داخلي کمپس کې د نوې لیلیې شپږ پوړیزه ودانۍ، چې چارې یې نوي سلنه ترسره شوي، پاتې کارونه یې پیل شول.
د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یادې رغنیزې پروژې لګښت دولس میلیونه اووه لکه ۹۷ زره افغانۍ کېږي، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.
د یادې پروژې پرانیستې مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني، د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم خان سعید، د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد، لوړو زده کړو وزارت څخه د انجنیرانو راغلي هیئت غړو، د ودانیز شرکت استازو او د ننګرهار پوهنتون د تدارکاتو امریت مسؤلینو برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د قرارداد او (بي کیو) سره سم دې پاتې رغنیزکارونه په پوره ایماندارۍ سره په ټاکلي وخت ترسره کړي، چې د هغوی له خوا ورته ډاډ ورکړل شو.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
