د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته (د الله تعالی د محبوبو بندګانو صفات او ځانګړنې) تر سرلیک لاندې دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۷
انځور

یاد سيمینار د دې پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې ارایه شو، چې موخه ترې نېکو اعمالو ته د کارکوونکو هڅونه او په ورځنيو چارو کې اسلامي اخلاق، اخلاص او امانتداري په پام کې نیول وو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف د موضوع په تشریح کې د الله تعالی او نبي کریم صل الله عیله وسلم اتباع، حسنه اخلاقو، عفوې، نرمي کولو، سختیو څخه اجنتاب، حیاء او پردې، په نعمت شکر ویستلو، الله پاک او بنده ګانو سره احسان کولو، عدل او انصاف، ګناهونو څخه توبه ویستلو او په معاملاتو کې غوره چلند باندې اجمالي خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې راتلونکي کې به هم اداري کارکوونکو ته هغه موضوعات وړاندې کړي، چې الله تعالی پرې راضي کېږي او هغه ته پرې قُرب حاصلیږي.

د سيمینار په پای کې هغو کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول، چې د دعوت او ارشاد امریت په درسي حلقاتو او اصلاحي برنامو کې یې فعال ګډون کړی و.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu