د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د پروپوزل لیکنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۶
PIC

یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت د پوهنتون اړوندو پوهنځیو د بېلابېلو څانګو لسګونه تنو محصلینو ته د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو، چې د روزنې چارې یې د ننګرهار پوهنتون د څېړنو آمر پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار له خوا ترسره شوې.
د ورکشاپ پیل د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت او د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په ویناوو وشو، چې نوموړو د جوړ شوي ورکشاپ او محصلینو مسلکي ظرفیت لوړونې برنامو په ارزښت خبرې وکړې.
د پوهنتون قدرمنو مرستیالانو د پروپوزل لیکنې موخې روښانه کړې، پروپوزل یې د څېړنې لپاره بنسټ وباله، چې محصلین کولی شي د هغې په مرسته په معیاري او منظم شکل تحقیقات ترسره کړي.
د موضوع ارایې پر مهال د ورکشاپ روزونکي استاد د پروپوزل لیکنې اړوند ټول معلومات او معیارونه په پوره تفصیل سره تشریح، محصلینو ته یې بېلابېلو برخو کې لارښوونې وکړې او د هغوی پوښتنې یې ځواب کړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu