د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د ناسمو رواجونو او عقودو په هکله د اسلامي امارت د مشرتابه (حفظه الله) د فرمانونو د تشریح یو ورځنی سيمينار دایر شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۰
picture

یاد سيمينار د دې پوهنتون د رهبرۍ په لارښوونه د دعوت او ارشاد امریت په نوښت د روانې محرم الحرام میاشتې په ۲۰ مه نېټه د پوهنتون په جامع مسجد کې دایر شو، چې د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو مسؤلینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو په کې ګډون کړی و.
د سيمینار پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل الله معصوم د ټولو امارتي ادارو په ځانګړي ډول ننګرهار پوهنتون منسوبینو لپاره د نظام پالیسیو او فرامینو باندې پوهېدل او هغه پلي کول لازمي وبلل او زیاته یې کړه، چې د ناوړه دودونو او عقودو اړوند د توشیح شويو فرمانونو په اړه عامه پوهاوی، تبلیغ ترسره کول او د کارکوونکو روزنه یې اساسي دنده ده.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني وویل، د ناسمو دودونو او عقودو په اړه فرامین د شریعت مطهره احکام له مخې لیکل شوي، چې سرغړونه ترې د الله تعالی د ناراضه کېدو سبب ګرځي او ټولنه بدبختۍ لور ته بیايي. 
نوموړي د دایر شوي سيمینار په مهم والي او اړتیا خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د فرمانونو کامل تطبیق او امیر اطاعت سپارښتنه وکړه.
د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي او د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت هغه فرامین چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا په ټولنه کې د ناسمو او غیر اسلامي دودونو او عقودو په هکله توشیح او نافذ شوي وو، ماده په ماده تشریح او ارایه کړل.
د نوموړي په وینا، دا فرمانونه چې د اسلام مبارک دین د احکامو په رڼا کې ترتیب شوي دي، موخه ترې په ټولنه کې د هغو غیر اسلامي، فاسدو او خرافاتي رسوماتو له منځه وړل دي، کوم چې د اسلامي احکامو د ترویج مخه نیسي.
ښاغلي وحدت همدارنګه سپارښتنه وکړه، چې په ديني ارزښتونو او عدالت د یوې ولاړې ټولنې جوړېدو لپاره د یادو فرامینو تطبیق خپل مسؤلیت وګڼي او د ناسمو دودونو لمنځه وړلو لپاره فردي او اجتماعي هڅې وکړي.
سيمینار د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu