د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د تدریسي روغتون له مسؤلینو سره د یاد روغتون د روانو چارو لا ښه والي په موخه غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۲:۴۸
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو، محصلانو چارو ، اداري او مالي چارو او څېړنو او علمي مجلو مرستیالانو د تدریسي روغتون رهبرۍ، جراحي او یورولوژي څانګې استادانو سره د روغتون روانو چارو او د یادې څانګې روغتیايي خدماتو ته د پاملرنې زیاتوالي په موخه غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شيخ انعام الله مدني د اطاعت، هماهنګۍ او اخلاص له مخې د چارو ترسراوي په اهمیت وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې د تدریسي روغتون ټولې څانګې خو په ځانګړي ډول جراحي او یورولوژي څانګه، چې په لوړ شمېر کې مراجعین لري، عالي خدمات وړاندې کړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د تدریسي روغتون رهبرۍ ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

د مجلس پر مهال همدارنګه د اسلامي امارت د مشرتابه فرامینو تطبیق او څارنې، د اصولو په رڼا کې د فعالیتونو ترسره کولو او نوکریوالۍ سیستم تنظیم اړوند بحثونه او پرېکړې وشوې.

د تدریسي روغتون رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال او راغلو استادانو د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې د مجلس پر مهال شوې پرېکړې به ژر عملي او راپور به یې ورسره شریک کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu