د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ د التقوای لوړو زده کړو مؤسسې له خوا جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۶:۱۲
Picture

التقوای لوړو زده کړو مؤسسې ( د افغانستان په دوامداره اقتصادي وده کې د کورني اقتصاد رول) تر سرليک لاندې ۳ ورځنی نړيوال کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، اقتصاد وزارت مسلکي معين، د ننګرهار ولايتي ادارې مسؤلينو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو رئيسانو، داخلي او بهرنيو استادانو، متخصصينو او څېړونکو په حضور کې پیل کړ.

یاد کنفرانس کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم ځدران هم ګډون کړی و.

کنفرانس ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د التقوای لوړو زده کړو مؤسسې د یاد ابتکار ستاینه وکړه او د ملي او نړیوالو کنفرانسونو جوړول یې د هېواد علمي بهیر او څېړنو اړخ د ودې او د داخلي او بهرنیو پوهنتونونو  ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.

نوموړي زیاته کړه: د افغانستان اقتصادي وده د علم او تخصص له لارې ممکنه ده او د کورني اقتصاد پیاوړتیا کولی شي، د هېواد د اقتصادي ثبات، ځان بسیاینې او پرمختګ بنسټ کېږدي.

نوموړي په کنفرانس کې ګډونوالو استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلو څېړنو له لارې واقعي حل لارې وړاندې کړي، تر څو  د هېواد اقتصادي وضعیت ښه لور ته مخه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کنفرانس لومړۍ ورځ د جلال اباد په رویال پایلیس تالار کې تنظیم شوې وه، چې پر مهال یې داخلي او بهرنیو څېړونکو ۵ مقالې ارایه کړې او د کنفرانس ۷۸ نورې مقالې به د کنفرانس پاتې دوه ورځو کې ارایه شي.
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu