د افغان مراد خصوصي لېسې زده کوونکو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۲۳
Picture

ننګرهار کې د افغان مراد خصوصي لېسې (۴۰) تنو زده کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددې پوهنتون اړوند معلومات یې ترلاسه کړل. راغلو زده کوونکو ته د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت مسؤلینو له خوا د پوهنتون پېژندنې پرېزنټېشن وړاندې شو او د پوهنتون اړوند د زده کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي زده کوونکو سره د غونډې پر مهال په خپله وینا کې پوهنتون د ښوونځي زده کوونکو لپاره د هغوی د علمي ارمانونو د تحقق اساسي ځای یاد کړ او راغلي زده کوونکي یې وهڅول، چې راتلونکي کې د خپلې خوښې پوهنتون ته د کامیابېدو او خپلو استعدادونو ځلولو لپاره دې د ښوونځي زده کړو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي. د افغان مراد لېسې یادو زده کوونکو په خپلو خبرو کې د پوهنتون ادارې او محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې ورته یې د علمي سیر او پوهنتون لیدنې زمینه برابره کړه. د غونډې په پای کې زده کوونکو د ننګرهار پوهنتون مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه، چې د مسؤلینو له لوري ورته معلومات ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu