ننګرهار پوهنتون ۳۹ تنه ممتاز محصلین وستايل.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۲۰:۴۳
pic

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو همغږۍ امريت د ۱۴ ګونو پوهنځيو هغه محصلین، چې د تېر سمستر نهايي ازموینو په پايله کې يې د خپلو پوهنځيو په کچه لوړې نومرې اخيستې وې، د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل.

په ياده ستاینغونډه کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو، اداري او مالي چارو، څېړنو او علمي مجلو مرستيالانو سربېره د مختلفو پوهنځيو رئيسانو، اداري امرينو او ګڼو محصلينو ګډون کړی و.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپله وينا کې په اداره کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر ارزښت خبرې وکړې او محصلينو ته يې ددې ستر وياړ له امله، چې د خپلو پوهنځيو په کچه ځلېدلي او لوړې نومرې يې اخيستي، مبارکي وويله.

نوموړي محصلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او سپارښتنه يې وکړه، چې د ممتاز محصل ګټلي مقام ساتنې لپاره دې دوامداره هڅې وکړي.

د کرنې پوهنځي رئيس پوهنمل طيب الله زاهد، د ننګرهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې مشر پوهندوی دوکتور همايون حامد او د محصلانو خدمتونو همغږۍ آمر قاري بشير احمد احمدي د ممتازو محصلينو تحصيلي ھڅې او کوښښونه وستايل او سپارښتنه يې ورته وکړه، چې وخت بې ځایه تېر نه کړي او د خپلو درسونو تر څنګ د نوې ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستنې مطالعه او تحقيق وکړي، چې له فارغېدو وروسته ټولنې ته د ښو کادرونو په توګه د خدمت جوګه شي.  

غونډه ممتازو محصلينو ته د ستاینلیکونه په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu