د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د قرانکریم د ترجمې او تفسیر دوره جریان لري.

د قرانکریم د ترجمې او تفسیر یاده دوره د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د پوهنتون لیلیې مسجد کې د شعبان په ۲۰ مه نېټه پیل شوې، چې د روژې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.
یاد درسونه هره ورځ د ماسپښین لمانځه پسې پیلېږي، چې د تدریس چارې یې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس شیخ ضیاء الله حکیمي، د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي کلیم الله حقاني او د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني پر مخ وړي.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلین د یاد مکلفیت تر څنګ هر سهار په ۸ بجو د پوهنتون منسوبینو ته هم د روژې اړوند مسایلو بیان سربېره د قرانکریم ترجمه او پر بېلابېلو دیني او اصلاحي موضوعاتو درسونه وړاندې کوي.