دعامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي څانګې

دعامه ادارې او پالېسۍ پوهنځی لاندې څانګې لري:

  • عامه اداره (Public Administration)
  • عامه پاليسي (Public Policy)
  • پراختيا مديريت (Development Management)

 يادو څانګو ته په  ۱۳۹۲ ه ش کال کې د لومړي ځل لپاره  د کانکور له لارې  محصلين د لوړو زده کړو محترم وزارت لخوا د ( لسانس) لپاره معرفي شو. نو په دې اساس د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي لومړنۍ تحصيلي دوره په ۱۳۹۲ کال کې په پورته درې څانګو کې پيل شوه او په ۱۳۹۶ کال کې يې لومړۍ دوره عمومي فارغان د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل. دهغې وروسته يې تر دې دمه  په يادو څانګو کې اووې دورې عمومي فارغان ورکړي دي چې زيات شمير کادرونه يې ټولنې ته په دولتي او غير دولتي سکتورونو کې د خدمت په موخه وړاندې شوي.بايد وويل شي چې په ۱۴۰۳ هـ کال کې د لوړو زده کړو محترم وزات په پلان کې د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي لپاره کلستر په نظر کې نيولی چې په تطبيق سره به يې  د ياد پوهنځي درې ګونې څانګې فارغده شي.

User account menu