دساينس پوهنځي د تدريس او محصلينو د ارزونې ميتودونه
ساینس پوهنځی د تدريس او محصلينو د ارزونې ميتودونه
د ساینس پوهنځي کریکولم دوه برخې لري ( عملي او نظري ) نظري تدریس تر څنګ عملي تدریس هم شامل دی ، عملي برخه یې په لابراتوارونو کې ترسره کيږي . تدریس ېي په لکچر ، OBE او SCL په ميتودونو سره ترسره کيږي.
د کیفیت د تضمین د اووم معیار مطابق د د هر سمستر په یولسمه او دیارلسمه اونۍ کې تضمین کیفیت کمېټې او څانګو لخوا د استاد د تدریس څخه ارزونه ترسره کیږي. د ارزونې د پايلو فیدبک له استاد سره شریک کیږي ترڅو په راتلونکي سمستر کې یادې شویو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.
د محصلینو ارزونه:
د لوړو زده کړو بنسټونو د کریدیت سیستم د لایحې له مخې د محصلینو ارزونه په لاندې ډول ترسره کيږي :
ورځنۍ ارزیابي، کورنۍ دندې، صنفي فعالیت او عملي کار : 20 نمرې .
د سمستر منځنۍ ازموینې : 20 نمرې .
د سمستر ورستۍ یا فاینل ازموینې: 60 نمرې.
يادونه : هغه مضامين چې عملي تدریس نه لري : فاینل ازموينه: ۸۰ نمرې.