د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو سره غونډه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۵:۹
Pcirure

په یاده غونډه کې، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو سربېره د دعوت او ارشاد آمر او د هغه مرستیال برخه درلوده، د یاد آمریت د روانو چارو، پلان شویو اصلاحي برنامو او دعوتي امورو د لا غوره تنظیم او پراختیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــ/یخ انعام الله مدني په خپلو خبرو کې د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون محصلینو، مامورینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عقیدوي او فکري روزنې، دیني پوهې د کچې لوړتیا او اصلاحي درسونو په برخه کې د هغوی روان فعالیتونه د پام وړ وبلل او سپارښتنه یې وکړه، چې د خپلو درسونو لړۍ لا پراخه او ټول ترینه برخمن کړي.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مــ/ــــولوي مهربان شاه مدني په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه او مرستیالانو مننه وکړه، چې هر وخت یې د هغوی له لوري په جوړو شویو برنامو کې ګډون کړی، هر اړخیز ملاتړ ورڅخه کوي او ژمنه یې وکړه، چې په خپل ټول توان سره به په اسلامي روحیه د محصلینو، مامورینو، اداري او خدماتي کارکوونکو په روزنه کې هلې ځلې ترسره کړي او هغوی ته به بېلابېلې اصلاحي برنامې مهیا کړي.

سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu