د تابش پوهنتون محصلینو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۵
Picture

په ننګرهار ولایت کې د تابش پوهنتون لسګونه تنه محصلین په يوه علمي سفر ننګرهار پوهنتون ته راغلل او ددې پوهنتون له رئیس، د علمي چارو، مالي او اداري چارو مرستیالانو سره د لیدنې سربېره یې د ننګرهار پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه.
راغلو محصلینو د ننګرهار پوهنتون د یو شمېر پوهنځيو، عمومي کتابتون، تحقیقاتي فارمونو، لابراتوارونو او مرکزي لیلیې څخه لیدنه وکړه، چې د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت مسؤلینو له خوا ورته معلومات ورکول کېدل.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــــــيخ انعام الله مدني راغلو محصلینو سره د مجلس پر مهال هغوی ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د علمي سیر په ګټو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، علمي سیرونه د محصلینو په سالمه روزنه، عملي زده کړو او شخصیت جوړونه کې مهم رول لري.
نوموړي د امـــــارتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ په علمي اړیکو او زیاتې همغږۍ  ټینګار وکړ او د ننګرهار میشتو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د چارو د ارزونې او ښه والي په اړه یې د خپلو پلانونو په اړه راغلو محصلینو ته معلومات ورکړل.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د غونډې نور ویناوال وو، چې محصلینو ته یې د ننګرهار پوهنتون په تاریخچې، په ټولنه کې د محصلینو په رسالت، علمي سیرونو پر مهال د زده کړو مسایلو په عملي کولو او د تحصیلي دورې په ټولو فعالیتونو کې د وخت منظم مدیریت په اړه خبرې وکړې او هغوی ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د تابش پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شمس الحق ثاقب په تېر کې د خپلې تحصیلي موسسې سره د ننګرهار پوهنتون د همکاریو یادونه وکړه او د دغه علمي سیر پر مهال یې د ننګرهار پوهنتون په اړه ترلاسه کړي مثبت تأثرات له هغوی سره شریک کړل.
نوموړي زیاته کړه: د پوهنتون چاپېریال، علمي، تدریسي او رغنیزو چارو او پرمختګونو لیدنې یې پر محصلینو مثبت اغېز وکړ او دوی ته یې ښه احساس او انګېزه ورکړه. 
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu