د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلينو له پېښې وروسته د محل د بررسۍ کولو تمثيل وړاندې کړ.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳۹
Picture

ياده تمثيلي صحنه، د ننګرهار پوهنتون د محصلانو انسجام امريت اړوند د حقوقي کلينک عمومي مديريت له لوري د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنوال محفوظ الله عارفي په مرسته او لارښوونه د يوه دېرش ورځني عملي ټريننګ په ترڅ کې ۲۲ تنو محصلينو ته جوړه شوې وه.

د تمثيل پر مهال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس، استادانو، د محصلانو خدمتونو انسجام آمريت مسؤلينو، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ رئيس او محصلينو حضور درلود.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو د انسجام او همغږۍ رئیس استاد کليم الله محمدي د يادې تمثيلي صحنې په پای کې د خپلې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون له رهبرۍ او محصلانو خدمتونو انسجام امريت څخه مننه وکړه، چې محصلينو لپاره د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمینه برابروي.

نوموړي د تدريسي بهير د لا پياوړتيا او عملي زده کړو په موخه د امکاناتو او فرصتونو ايجادولو په برخه کې د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ هڅې وستايلې او له استاد محفوظ الله عارفي څخه يې هم مننه وکړه؛ چې په ډېر ښه شکل سره يې محصلين پوه او عملي روزنه يې ورکړه.

د يادې موضوع سربېره محصلينو ته د ګوتو د نښو اخيستل او پښو پل معلومول هم تشريح او تمثيل شول.

سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو آمريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu