رياضي ډيپارټمنټ

د رياضي څانګې پېژندنه

ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۹۰ کال کې تاسیس او په همدې کال کې یې خپل علمي فعالیتونه رسماً پیل کړل. په لومړیو کې یاد پوهنځي د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي په رشتو کې د درسي او علمي چارو پر مخ وړل پیل کړل. د وخت د اړتیاوو او د علمي پراختیا په نظر کې نیولو سره، د ریاضي څانګه د یو اساسي او بنسټیز علم په توګه خپل فعالیتونه پراخ کړل او تر نن ورځې پورې د یو فعال او مهم ډيپارټمنټ په توګه خپل علمي او تدریسي چارې پر مخ وړي. د ریاضي څانګه د ساینس پوهنځي تر څنګ د انجینرۍ، کمپیوټر ساینس، اقتصاد، زراعت او نورو پوهنځیو لپاره د محاسبوي او تحلیلي علومو په برخه کې بنسټیز رول لري او د هغوی د تخصصي مضامینو لپاره مهمه علمي تکیه ګڼل کېږي.

اوس مهال د ریاضي څانګه په ساینس پوهنځي او د پوهنتون په نورو پوهنځیو کې د ټاکل شوو نصابونو سره سم نظري او عملي درسونه په منظم او معیاري ډول وړاندې کوي. د دې څانګې فارغان په بېلابېلو مسلکي ساحو کې لکه تدریس، احصایه، معلوماتي ټکنالوژي، بانکداري، مالي تحلیل، ډیټا ساینس، څېړنه او د پروګرام جوړونې په برخو کې د فعالیت وړتیا لري او کولای شي خپل تخصصي مسؤلیتونه په اغېزمن ډول ترسره کړي.

همدارنګه، د ریاضي څانګې استادان د علمي ودې او مسلکي پرمختګ په برخه کې دوامداره هڅې کوي، چې یو شمېر استادانو د هېواد څخه بهر د ریاضي په بېلابېلو برخو کې لوړې زده‌کړې ترسره کړې دي. یاد استادان د خپلو زده‌کړو له بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شوي او د باکیفیته تدریس، علمي څېړنو او د ځوان نسل د روزنې په برخه کې په ژمنتیا او مسلکیتوب سره خپل خدمتونه وړاندې کوي، چې دا چاره د څانګې د علمي کیفیت د لا لوړوالي سبب ګرځېدلې ده.

لرلید

د خالص او تطبیقي ریاضیاتو په برخه کې د زده کړې، روزنې او څیړنې له لارې د مسلکي کادرونو روزنه ترڅو په هیواد کې با ارزښته خدمات وړاندې او دوامداره پرمختګ ته لاره هواره شي.

رسالت

دټولنې د پرمختګ او بدلیدونکو اړتیاوو په ګوته کولو لپاره د باکیفیته څیړنې، روزنې او مشارکت له لارې په ساینسي کشفیاتو او د ټولنې په پرمختیا کې فعاله او دوامداره توګه ونډه اخیستل، او هم د ریاضي په بیلابیلو څانګو کې  په لوړه کچه کادرونه  وروزي او ټولنې، سیمي او نړۍ ته په دولتي او خصوصي سکتور کې د خدمت لپاره وړاندې کړي. همدارنګه د دیپارتمنت د شته ستونزو د حل او نوي پرمختګونو ته څیړنه ترسره شي.

د ریاضی څانګې اساسي ارزښتونه:
علمي صداقت، کیفیت لرونکی تدریس، نوښت او علمي څېړنه، انتقادي تفکر، مسلکي اخلاق، همکاري، دوامداره زده کړه، او د ټولنې خدمت

د څانګې ستراتیژیک اهداف:

د څانګي ستراتېژيک پلان  جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهير چټکتيا او ښه والي دي چې په ټولنه کې د شته ناورينونو او ستونزو  پاي ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. څانګه د ټاکلي ماموريت او معيارونو په پام کې نيولو سره داسې وړ، مسلکي او معياري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. څانګه پورته ارزښتونو او ليدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقيبوي:

  1. د تدریس کیفیت لوړول:
    د عصري تدریسي میتودونو او معیاري نصابونو په پلي کولو سره د زده‌کړې بهیر لا اغېزمن کول.
  2. د علمي څېړنو پراختیا:
    د استادانو او محصلانو د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او د علمي مقالو، پروژو او نوښتونو ملاتړ.
  3. د عملي مهارتونو تقویه:
    د محصلانو لپاره د عملي زده‌کړو، سیمینارونو، ورکشاپونو او تخنیکي پروګرامونو پراختیا، څو د کار بازار ته ښه چمتو شي.
  4. د معلوماتي ټکنالوژۍ کارونه:
    په تدریس او څېړنه کې د کمپیوټري مهارتونو، پروګرام جوړونې او ډیټا تحلیل پراخول.
  5. د بشري منابعو انکشاف:
    د استادانو د علمي ظرفیت لوړول، د لوړو زده‌کړو فرصتونه برابرول او د مسلکي پرمختګ ملاتړ.
  6. د کار بازار سره همغږي:
    د نصاب او روزنیزو پروګرامونو تنظیم د ټولنې او کار بازار اړتیاوو ته په کتو.
  7. علمي اړیکو پراختیا:
    له ملي او نړیوالو پوهنتونونو او ادارو سره د علمي همکاریو پیاوړتیا.
  8. اداري سیستم پیاوړتیا:
    د ډيپارټمنټ اداري چارو منظمول، شفافیت او حساب ورکونه ښه کول.
  9. د محصلانو ملاتړ:
    د علمي لارښود، مشورې او مسلکي هدایت سیستم تقویه کول.
  10. د ټولنې خدمت:
    د ریاضي علم د کارونې له لارې د ټولنې ستونزو حل او د علمي پوهاوي لوړول.

د جوړېدو تاریخچه:

ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۹۰ کال کې تاسیس او په همدې کال کې یې خپل علمي فعالیتونه رسماً  پیل کړل. په لومړیو کې یاد پوهنځي د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي په رشتو کې د درسي او علمي چارو پر مخ وړل شروع کړل.وروسته بیا د ریاضي څانګه د وخت داړتیاو او غوښتنو  سره سم په ۱۳۹۴ کال کې د فزیک له څانګې څخه بېله او د یو مستقل دیپارتمنت په توګه تاسیس او منظور شوه.ریاضي څانګه د یاد پوهنځي له بنسټیزو او اساسي څانګو څخه ده، چې د پوهنځي له تأسیس سره سم یې خپل علمي او تدریسي فعالیتونه پیل کړي دي. د وخت په تېرېدو او د علمي اړتیاوو په زیاتېدو سره، دغه څانګه پراخه شوې او د یو فعال او مهم ډيپارټمنټ په توګه یې خپل ځای ټینګ کړی دی.د ریاضي څانګه د ساینس پوهنځي تر څنګ د انجینرۍ، کمپیوټر ساینس، اقتصاد، زراعت او نورو پوهنځیو لپاره د محاسبوي او تحلیلي علومو په برخه کې بنسټیز رول لري او د هغوی د تخصصي مضامینو لپاره مهمه علمي تکیه بلل کېږي. دغه څانګه د پوهنتون په کچه د بنسټیزو علومو له مهمو ارکانو څخه شمېرل کېږي، چې د نورو څانګو د علمي پرمختګ لپاره لازم ریاضيکي بنسټونه برابروي.

د ریاضي څانګې اداري تشکیل 

د ریاضي څانګه د یو منظم اداري جوړښت له مخې اداره کېږي، چې هدف یې د علمي، تدریسي او اداري چارو ښه تنظیم او مدیریت دی. دا جوړښت د څانګې د کیفیت لوړولو او د اکادمیکو فعالیتونو د همغږۍ لپاره مهم رول لري.

نوم

علمي رتبه

کتنې

شکرالله ودیر

پوهنیار

امر دیپارتمنت

نظر محمد

پوهاند

عضوه

نورزمان باوري

پوهندوی

عضوه

جنت اکبر الفت

پوهنمل

عضوه

نورمل سمندري

پوهنمل

عضوه

عرفان الله هاشمي

پوهنیار

عضوه

اکاډمیک پروګرامونه

ریاضي څانګه  فعلا یواځې د لیسانس په کچه فارغان ورکوی

سند : لیسانس

د ریاضي څانګې د لیسانس پروګرام معلومات

د ریاضي څانګه د لیسانس په کچه یو منظم علمي پروګرام لري، چې ټولټال۱۵۴ کریډیټونه پکې شامل دي. دغه کریډیټونه د کریدیت سیستم له مخې په اته سمسترونو ویشل شوي دي، چې هر سمستر ۱۶ اونۍ تدریس کېږي. هر کریډیټ نظري او عملي درسونه رانغاړي، څو محصلان هم علمي پوهه او هم تطبیقي مهارتونه ترلاسه کړي.

د دې پروګرام د کریډیټونو وېش په لاندې ډول دی:

  • 📘 اختصاصي مضامین: ۹۲ کریډیټونه (۵۱٪)
  • 📗 اساسي مضامین: ۲۴ کریډیټونه (۱۳٪)
  • 📙 عمومي مضامین: ۲۸ کریډیټونه (۱۵٪)

د داخلېدو اصول (Admission Criteria)

د ریاضي څانګې ته هر کال د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د کانکور ازموینې له لارې کامیاب محصلین معرفي کېږي. د داخلېدو بهیر د ملي معیارونو او د څانګې د ظرفیت مطابق تنظیم شوی وي.

موده او کریدیت سیستم (Duration & Credit System)

د ریاضي څانګه د لیسانس په کچه د ۴ کلونو په موده کې تدریس کېږي، چې ټولټال ۱۵۴ کریډیټونه په اته سمسترونو کې بشپړېږي. د پروګرام په پای کې محصلان د ریاضي په بېلابېلو برخو کې قوي علمي، تحلیلي او عملي وړتیاوې ترلاسه کوي او د تدریس، څېړنې او مسلکي کار لپاره بشپړ چمتو کېږي.

کورسونه او نصاب (Courses & Curriculum)

د ریاضي څانګې څلور کلن ليسانس پروګرام د ۸ سمسترونو څخه جوړ دی، چې بنسټیز، تطبیقي او پرمختللي مضامین پکې شامل دي. نصاب د ریاضیاتو تر څنګ د فزیک، کمپیوټر ساینس، شرعیاتو او ادبیاتو مضامین هم رانغاړي.

 Semester 1–2 | بنسټیز مضامین

  • ریاضی عمومی I & II
  • فزیک عمومی I & II
  • کیمیا عمومی I & II
  • کمپیوټر ساینس
  • انګلیسی ژبه
  • ثقافت اسلامی
  • تاریخ معاصر

Semester 3–4 | اساسي ریاضیات

  • ریاضیاتی آنالیز I & II
  • خطي الجبر I & II & III
  • هندسه تحلیلی I & II
  • اساسات ریاضی
  • الجبر معاصر

Semester 5–6 | تطبیقي ریاضیات

  • ریاضیاتی آنالیز III & IV
  • معادلات تفاضلي I & II
  • آنالیز تطبیقی
  • الجبر معاصر پرمختللي
  • کمپیوټر ساینس (Programming & Applications)

Semester 7–8 | پرمختللي مضامین

  • آنالیز مختلط I & II
  • آنالیز وکتوري
  • توپولوژي
  • نظریه اعداد
  • احتمال او احصایه
  • ریاضی گسسته
  • میخانیک نظری
  • سیمینار (Research Seminar)

Teaching Methodology د تدریس میتود:

 OBE & SCL Approach | د تدریس بنسټیز اصول

  • OBE (Outcome-Based Education)  د پایلو پر بنسټ زده‌کړه:
    په دې طریقه کې تمرکز د زده‌کړې په پایلو وي، یعنې محصل باید د هر مضمون له بشپړولو وروسته مشخص علمي او عملي مهارتونه ترلاسه کړي.
  • SCL (Student-Centered Learning)  د محصل محوره زده‌کړه:
    محصل د زده‌کړې په مرکز کې وي، او استاد د لارښود په توګه د بحث، څېړنې او عملي فعالیتونو ملاتړ کوي.

نظري لکچرونه:

د مضامینو بنسټیز مفاهیم د استاد له خوا په منظم، تشریحي او علمي ډول وړاندې کېږي.

فعاله تدریس:

د استاد او محصل ترمنځ د پوښتنو، بحثونو او متقابل تعامل له لارې زده‌کړه لا ژوره او فعاله کېږي.

ستونزې حل کول:

محصلان د ریاضي ستونزې په عملي ډول حل کوي، څو د تحلیل او منطقي تفکر مهارتونه پیاوړي شي.

عملي او کمپیوټري زده‌کړه:

د MATLAB، Python او نورو سافټویرونو په مرسته نظري مفاهیم عملي تطبیق کېږي.

سیمینارونه او وړاندې کول:

محصلان خپلې علمي موضوعګانې څېړي او د استادانو په حضور کې یې وړاندې کوي.

ګروپي کارونه او پروژې

محصلان په ډله‌ییز ډول علمي پروژې ترسره کوي ترڅو د ټیم ورک او همکارۍ مهارتونه پیاوړي شي.

دوامداره ارزونه:

د محصلانو پرمختګ د ازموینو، کورس کار، سیمینارونو او ټولګي فعالیتونو له لارې په دوامداره ډول ارزول کېږي.

څېړنه (Research)

د څېړنې عمومي کتنه

د ریاضي څانګې څېړنې د نظري او تطبیقي ریاضیاتو تر څنګ د معاصرو موضوعاتو لکه مصنوعي ځیرکتیا، اقلیم بدلون، عددي ماډلینګ او علمي محاسبې په برخو کې ترسره کېږي. هدف یې د علمي نوښت، نړیوال خپرونې او د ټولنې د ستونزو لپاره علمي حللارې وړاندې کول دي.

علمي مقالي خپرونې

د څانګې استادانو لاندې مهمې ISI/Scopus indexed څېړنې ترسره کړې دي:

Nonlinear behavior of dispersive solitary wave solutions… – Scientific Reports (2025) – Prof. Nazermohammad Nazar

Deep Learning for Skin Cancer Detection – Journal of Genetic Engineering and Biotechnology (2025) – Assoc. Prof. Noor Zaman Bawari

AI-Driven Crowd Sensing and Risk Detection in Smart Cities – Expert Systems (2026) – Lecturer Shukrullah Wadeer

Multimodal Emotion Recognition using AI – International Journal of Intelligent Systems (Hindawi, 2026)

Fermat’s Theorem Applications – Turkish Journal of Computer and Mathematics (1402)

Cauchy-Schwartz Inequality in Telecommunication Systems – Turkish Journal of Computer and Mathematics (1403)

Fuzzy Soft PDE for Geometric Design – Mathematical Problems in Engineering (2023, Hindawi)

MHD Nanofluid Flow Analysis – Results in Engineering

د څېړنې ساحه

Artificial Intelligence & Deep Learning

Numerical Analysis & Computational Mathematics

Mathematical Modeling in Climate Change

Differential Equations & Nonlinear Systems

Applied Physics & Engineering Mathematics

Telecommunication Mathematics

روانې څېړنې

  • د AI-based mathematical modeling پروژې
  • د اقلیم بدلون د ریاضي ماډلونه
  • د neural networks پر بنسټ عددي تحلیل
  • د 3D سیستمونو او فزیکي ماډلونو مطالعه
  • د محصلانو د MATLAB او Mathematica پروژې

د محصلانو څېړنې او پروژې

محصلانو د لابراتوار په کچه لاندې عملي پروژې ترسره کړې دي:

  • د غیر ناطقو اعدادو محاسبه تر ۵۰ اعشاریه خانو پورې
  • د 3D ګرافونو رسمول
  • د حد، مشتق او انتګرال محاسبه
  • د مثلثاتي او قطبي تابع ګانو ګرافونه
  • د خطي الجبر عملي تطبیق
  • د مساحت، حجم او قوس طول محاسبه
  • د MATLAB او Mathematica په مرسته عددي تحلیل

علمي همکارۍ او توامیميتونه

  • له نړیوالو ژورنالونو سره د ISI/Scopus مقالو خپرول
  • له بهرنیو استادانو سره د ګډو څېړنیزو پروژو همکاري
  • د نړیوالو کنفرانسونو او ورکشاپونو کې ګډون
  • د ملي پوهنتونونو سره علمي ګډ فعالیتونه
  • د ماستري او دکتورا پروګرامونو د پراختیا هڅې

څېړنیز امکانات

  • مجهز کمپیوټر لابراتوار (MATLAB, Python, Mathematica)
  • د Numerical Analysis او AI لپاره تخنیکي وسایل
  • د ډیټا ساینس او محاسبوي ماډلینګ چاپېریال
  • د محصلانو د عملي څېړنو ملاتړ

استادان (Faculty Members)

Full Name

Rank

Qualification

Publications

Research Interests

Specialization

Contact

نظرمحمد نظر

پوهاند

MSc

Scientific Reports (ISI/Scopus)

Computational engineering

Applied Mathematics

Email / Scholar Link

نور زمان باوري

پوهندوی

MSc

Journal of Genetic Engineering and Biotechnology

Deep Learning, Medical Image Analysis

Differential Equations

Email / Scholar Link

شکرالله ودیر

پوهنیار

MSc

Expert Systems, IJIS (Hindawi)

Artificial Neural Networks, Applied Mathematics

Numerical Analysis & AI

shukrullah.wadeer@nu.edu.af

جنت اکبر الفت

پوهنمل

MSc

TURKISH JOURNAL, Conferences

Analysis

Pure Mathematics

Email / Scholar Link

نورزمل سمندري

پوهنمل

MSc

Turkish Journal of Computer and Mathematics

Number Theory, Inequalities

Pure Mathematics

Email / Scholar Link

عرفان الله هاشمي

پوهنیار

MSc

Turkish Journal of Computer and Mathematics

Integral Theory, Inequalities, Telecommunication Math

Analysis

Email / Scholar Link

محصلان

شته محصلين

  • د ریاضي څانګې اوسني محصلان د کریدیت سیستم مطابق زده‌کړې ترسره کوي
  • د تدریسي، عملي او څېړنیزو فعالیتونو برخه دي
  • د سیمینارونو، ورکشاپونو او پروژو کې فعال ګډون لري

🎓 Alumni | فارغان

  • د ریاضي څانګې فارغان په دولتي او خصوصي سکتور کې دندې ترسره کوي
  • د تدریس، بانکدارۍ، احصایې، IT، او څېړنې په برخو کې فعالیت لري
  • په ملي او نړیواله کچه د علمي او مسلکي پرمختګ برخه دي

محصلانو لاسته راوړني

  • د علمي سیالیو او کنفرانسونو ګډون
  • د غوره سیمینارونو او پروژو وړاندې کول
  • د څېړنیزو او اکادمیکو لاسته راوړنو ثبت

لابراتوارونه

شته وسایل او فرصتونه

  • کمپیوټر لابراتوار (MATLAB, Python)
  • احصایوي او محاسبوي سافټویرونه

 د لابراتوار خوندیتوب لارښوونې

  • د لابراتوار د وسایلو خوندي استعمال
  • د استادانو تر لارښوونې لاندې عملي کار
  • د وسایلو او سیستمونو ساتنه

 

ننګرهار پوهنتون، ساینس پوهنځي، ریاضي څانګې د څلور کلنې دورې ییز بیا کتنې پایله

سریزه

د ریاضي څانګې د ۱۴۰۰-۱۴۰۴ کلونو لپاره خپل علمي برنامه دوره ییزه بیاکتنه ترسره کړه. یاد راپور د کیفیت د تضمین، علمي تړون او د ټولنې له اړتیاوو سره د برنامې د همغږۍ په موخه چمتو شوی دی. دا ارزونه د استادانو، محصلینو، فارغانو او اړوندو بنسټونو په ګډون د ټولو اړخونو له نظریاتو څخه په ګټې اخیستنې چمتو شوې.

لاسته راوړنې او مهمې موندنې

د بیاکتنې له مخې، ریاضي څانګې په تېرو څلورو کلونو کې د لاندې برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی:

۱د ماموریت او ستراتیژۍ همغږي: د څانګې ماموریت د ساینس پوهنځي له ماموریت سره په بشپړه توګه همغږی دی، چې د باکیفیته څېړنې، روزنې او د کار بازار اړتیاوو پوره کول یې اصلي موخې دي.
۲د محصلینو ظرفیت لوړونه: د نظري تدریس ترڅنګ، محصلانو ته د عملي زده کړو، کمپیوټر لابراتوار، سافټویرونو او سکتوري ادارو ته د علمي سفرونو زمینه برابره شوې ده.
۳د استادانو مسلکي پرمختګ: ټول علمي کادر ماسترۍ ته رسیدلی، د نړیوالو کنفرانسونو او ورکشاپونو څخه یې ګټه اخیستې، او د درسي کتابونو د ژباړې او تالیف په برخه کې یې فعالیت کړی دی.
۴د تدریس کیفیت او نصاب تطبیق: د کورس پالیسیو او درسي پلانونو له مخې، د مفرداتو تطبیق په لوړه فیصدي (لکه په ځینو مضامینو کې ۹۰٪ څخه پورته) ترسره شوی دی.
۵د فارغانو جذب او استخدام: د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې، په اوسط ډول د ریاضي څانګې شاوخوا ۸۶٪ فارغینو په دولتي او خصوصي سکتورونو کې دنده ترلاسه کړې، چې د برنامې د اغیزمنتیا ښکارندویي کوي.
۶د برحالو او فارغو محصلانو رضایت: د نظر پوښتنو پایلو ښودلې چې له ۹۶٪ څخه زیات برحال او فارغ محصلین د تدریس له کیفیت، منابعو او علمي چاپېریال څخه راضي دي.
۷د کارفرمایانو رضایت: د استخدام کوونکو ادارو له ۸۶٪ څخه زیاتې د فارغانو له وړتیاوو، مسلکي چلند او سازماني اخلاقو څخه بشپړ رضایت ښودلی دی.

ننګونې او وړاندیزونه

د پرمختګونو سره سره، راپور ځینې ننګونې هم په ګوته کړې:

  • د بشري ځواک کمښت (د علمي کادرونو اړتیا)
  • د انټرنېټ ضعف او د کافي آنلاین منابعو نشتوالی
  • د لابراتواري تجهیزاتو او وسایلو کمزوری
  • د ماسټرۍ برنامې نه شتون

د هیئت سپارښتنې:

  • د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو جوړول
  • د علمي کادرونو د شمېر زیاتول
  • د انټرنېټ او کتابتون د زیربناوو پیاوړتیا
  • د عملي زده کړو او تحقیقاتي فرصتونو پراخول
  • د کار بازار سره د اړیکو لا پیاوړتیا

پایله

د څلور کلنې دورې ییزې بیا کتنې راپور ښیي چې د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي ریاضي څانګه د خپل ماموریت او لید له مخې، په تیرو څلورو کلونو کې د علمي تدریس، څېړنې او مسلکي روزنې په برخه کې بریالۍ فعالیت کړی دی. د علمي کادر ژمنتیا، د محصلینو لوړ رضایت او د کارفرمایانو باور ښیي چې دې څانګې د ټولنې اړتیاو ته په کتو، د مسلکي او وړ کادرونو د روزنې په برخه کې د پام وړ ونډه اخیستې ده.

د راپور وروستۍ سپارښتنه دا ده چې ریاضي څانګې ته دې دوام ورکړل شي او په راتلونکي کې دې د زیربناوو پیاوړتیا، د علمي کادرونو د شمېر زیاتوالي او د ماسټرۍ برنامې د جوړولو له لارې د هغه پرمختګ ته وده ورکړل شي.

د راپور د چمتو کولو نېټه: ۲۲/۱۲/۱۴۰۴

د راپور ترتیب کوونکی: د ریاضی دیپارتمنت
د راپور تصویب کوونکی: د ساینس پوهنځي علمي شورا

 

عملي لارښودونه

  • د MATLAB او Python عملي لارښودونه
  • د Numerical Analysis تمریني مواد
  • د محصلانو لپاره د لابراتوار عملي اسناد

خبرتیاوې او اعلانونه

کنفرانسونه / سیمینارونه

  • علمي کنفرانسونه او ورکشاپونه
  • د استادانو او محصلانو علمي وړاندې کول

ورکشاپونه

  • د مهارت لوړولو روزنیز پروګرامونه
  • د پروګرامینګ او ریاضي تطبیقي ورکشاپونه

اکادمیک تقويم

د هرکال د ۱۵ د سنبلی شروع او  په ۳۱ د جوزا ختم

اوړی  رخصت : ا سرطان څخه ۱۴ سنبلی پوری

سمستر رخصت: ۱ دلوي څخه تر ۱۴ دلوي پوري

د خزانې سمستر شروع : ۱۵ د سنبلی

د خزانې سمستر ختم : ۷ جدی

د خزانې سمستر فاينل امتحان شروع: ۸ جدی

د خزانې سمستر فاينل امتحان ختم: ۳۰ جدی

د بهاری سمستر شروع : ۱۵ د دلوی

د بهاری سمستر ختم : ۷ جوزا

د بهاری سمستر فاينل امتحان شروع: ۸ جوزا

د بهاری سمستر فاينل امتحان ختم: ۳۰ جوزا

اسناد او پالیسۍ

Academic Regulations (اکادمیک قوانین)

Examination Rules (د ازموینو اصول)

Research Ethics Policy (د څېړنې اخلاقي اصول)

Quality Assurance Documents (د کیفیت اسناد)

 

تضمین کیفیت

  • د کیفیت د تضمین کمیټه د څانګې فعالیتونه څاري

 SAR Self-Assessment Reports

  • د څانګې داخلي ارزونې راپورونه

Accreditation Status

  • د علمي معیارونو ارزونه او رسمي اعتبار

Continuous Improvement Plans

  • د تدریس او څېړنې دوامداره پرمختیایي پلانونه

 

📞 اړیکې

  • mathamtics@nu.edu.af

انلاین خدمات

User account menu