دکېميا څانګې د آمر پيغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله وکفي والصلاة والسلام علي عباده الذین اصطفي اما بعد:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د کېميا څانګه وياړي چې د ځوان کادرونو په وسیله د کریدیت په اساس ترتیب شوی تحصیلی نصاب د هیواد ځوان کهول ته په پوره اخلاص د نویو او بکرو میتودونو، عصري ټکنالوژۍ او تعلیم او تربيی د اسلامی، افغانی کلتورونو په نظر کې نیولو سره پلی او د بیولوژيست په توګه علمی کادرونه ټولنې ته تقدیموی.
دايو منلي حقيقت دي هغه علمی نهادونه چې ځان کې وړتيا ويني د کيفیت، څار او ارزونې څخه د پوره ژمنتیا په لرلو سره هيڅکله ويره او ډار نه احساسوي او غوښتنه يې داوي چې بايد وارزول شوي. د کيميا ډيپارتمنت له دې امله چې ټولې کړنې يې د لوړو زده کړو محترم وزارت د قوانينو او لوايحو سره سمې پرمخ ځي د تضمين کيفيت پروسي اړوند نصاب د تطبیق ته يې تل په پراخه ټنډه ښه راغلاست ويلي دي او ټولې لارښوونې يې وخت پروخت د پلان سره سمې اجرا او اړونده مقام ته يې شفاف او روڼ ګزارش سپارې. اوس وخت کې د ډيپآرتمنت ټول استادان د سمستر په شروع کې د درس د پيل په لومړنۍ او نۍ د رسي پلان او کورسي پاليسي سپاري، د پوهنځي د تضمين کيفيت کميټې مشر د همکارانو پر مټ نويو راغليو محصلانو ته مقدماتي د پوهنتون او پوهنځي معرفت غونډه او د کريډيټ سيستم تشريح کوي. د ډيپارتمنت خپل ورځنې، مياشتني او کلنۍ ټولې چارې د منظم مهال ويش سره سم ترلاسه کوي.
د کيميا نګې استادانو هميشه د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د معیاري نصاب ترتیبولو هڅه کړي او د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام ته يي د لیسانس دورې تجدید شوي نصاب د منظورۍ لپاره وړاندیز کوي، په ترتیب شوي نصاب کي د مهالويش سره سم تفاهم غونډي ترسره کړي د بعدی نوښتونو او ابتکاراتو لپاره يي وړانديزونه راجمع او ذي دخله اورګانونو سره شريک کړی دی. په اینده کي هیله لری چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د واحد نصاب په کلسترونو کې به د ساینس کيميا ډيپارتمنټونو استادانو سره نظرونه شریک تر څو د يو غښتلی او د ټولني د اړتیاوو په نظر کي نیولو سره به منلی تحصیلی نصاب ولرو.
پوهنوال صفت الله شاکر
د کېميا څانګې امر