دساينس پوهنځي د کېميا څانګې د تدریس مېتودونه

ددی برنامی د تدريس او زده کړی لپاره شامل ميتودونه لکچر، تمرين، سوال جواب، نمايش، سيرعلمی ، مشکلاتو حل کول ، ګروپی کارونه او عملی کول شامل دی. د هر مضمون لپاره په جلا ډول د مهارتونو  او پوهی لاسته راوړل پام کي نيول شوی.

د محصلانو د ارزونی ډولونه

 په اتو (۸) درسی سمسترونوکی ټول امتحانونه د يو معياری سيستم په اساس په شفاهی او تحريری بڼه اخستل کيږی چی دمنځنی او نهايي ازموينی درلودونکی دی. ديو مضمون د وروستی ارزونی پايلی هغوی ته په ورکړل شويو کورنيو دندو، منځنی ازموينی ، ورستنيو ازموينی او عملی کارونو کی رانغاړل شوی دی. محصلان د اتم سمستر په پای د برنامی د بشپړيدو او سند ترلاسه کولو لپاره اړ دی چی د يو لارښود استاد تر لارښوونی لاندی د سمينار موضوع وټاکی او دهغی څخه دفاع ته چمتوالی ولری. دسمينار ارايه کولوموخه داده تر څو محصل وتوانيږی په ځانګړی ډول موضوع انتخاب او د معقولو او منل شويو درسی تګلارو څخه په ګټي اخستنی سره ګډونوالو ته وړاندی کړی  ددی لپاره چی دساينس پوهنځی ټول محصلان نظری زده کړو څخه عملا ګټه اخيستی وی د بيلابيلو دولتی ، خصوصی او مدنی ټولنو سره قراردادونه کوی چی دهغی په اساس زده کړه يالانو ته د عملی کارونو فرصتونه په لاس ورځی. د هر ډيپارتمنت د محصلانود پرکتيک دوره د استادانولخوا کنترول او رهنمايی کيږی د پرکتيک په پاي کی محصلان د عملی کارونو په ارايه کولو مکلف دی .

User account menu