د کيميا څانګې پېژندنه

کيميا ډيپاټمنټ د ننګرهار پوهنتون یو د هغه ډيپارټمنټونو څخه دې چی په۱۳۹۰ کال کې تأسیس او په فعالیت شروع کړی او په ۱۳۹۴ کال کی خپل لومړنی فارغان د لسانس په سویه کی جامعی ته وړاندی کړ. یاد اکادمیک جوړښت په ۱۳۹۳ کال کی تغییر وموند په درسي پروګرمونو کی یی اصلاحات رامنځته شوه، پروګرامونه یی اختصاصی شکل غوره کړه د یاد ډيپارټمنټ په درسی پروګرامونوکی اساسی، اختصاصی ، فرعی او پوهنتونی مضامین شامل دی. ددې ډيبارټمنټ کادرې غړی د پوهنتون مختلفو کميټو لکه (د کیفیت د تضمین او لوړونې ، کریکولم ، ریسرچ،نظم –دسپلین،نشراتو،د امتحانانواو شکایاتو، الیکترونیکې زده کړو، مالی او د بورسونو، ...) کېفعاله ونډه لري، همدارنګه د کریدیت په سیستم تدریسی پروګرامونه مخکی بیول کیږی د ياد ډييبارټمنټ د رشد او انکشاف لپاره د جرمنی هیواد د وردز بورګ پوهنتون د DAAD موسسی د مالی مرسته د لابراتوارد سامان تهیه او نصبول او کتابونو تهیه کول رامنځته شو چې استادان او محصلان ورڅخه ګټه اخلی. اوس مهال په دې ډيپارټمنټ کې ( ۱۲۸ ) محصلان چی ټول يې نارينه دي په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمې کال په پاي کې لږ او ډېر (۴۰ ) محصلان فارغان خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو زده کوونکو د نوم ليکنې او شامليدنې شمير په هر يو کال کې ۱۲۰ تنو ته رسيدلي او لا هم پسې زياتيږي.

User account menu