د جیولوجي او معادن څانګې د آمر پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
﴿هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ ۖ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ﴾ (سورة الملک: ۱۵)
د هغه ستر او مهربان ذات په نوم چې ځمکه یې د انسان د ژوند، سوکالۍ او استفادې لپاره هواره کړې، غرونه یې د ثبات او پایدارې نښې ګرځولي او د همدې خاورې په تل کې یې د انسان د هوساینې لپاره بېشمېره طبیعي شتمنۍ، معدني زیرمې او د پرمختګ سرچینې ځای پر ځای کړې دي. افغانستان د طبیعي منابعو، فلزي او غیرفلزي کانونو، قیمتي ډبرو او ستراتیژیکو منرالونو له پلوه د نړۍ له بډایه هېوادونو څخه شمېرل کېږي، او همدغه الهي نعمتونه زموږ پر اوږو د علمي، ملي او مسلکي مسئولیت دروند بار ږدي. د ساینس پوهنځي د جیولوجي او معادن څانګه د همدې ملي اړتیاوو او علمي مسئولیتونو د پوره کولو لپاره د یوه فعال، ځوان او بامسئولیته علمي بنسټ په توګه فعالیت کوي او هڅه کوي چې د معیاري تدریس، علمي څېړنو، لابراتواري فعالیتونو او ساحوي عملي زدهکړو له لارې داسې مسلکي او متعهد جیولوجستان وروزي چې د هېواد د طبیعي منابعو د اکتشاف، ارزونې او اغېزمن مدیریت په برخو کې د خدمت وړتیا ولري.
په اوسني عصر کې جیولوجي او معادن یوازې یو علمي ډګر نه دی، بلکې د اقتصادي خپلواکۍ، ملي ودې، پایدار پرمختګ او د طبیعي سرچینو د معقول مدیریت اساسي محور ګڼل کېږي. افغانستان د پراخو معدني سرچینو لرونکی هېواد دی او همدې چارې د جیولوجستانو او د کانونو د متخصصینو رول لا مهم کړی دی. د اکتشاف، استخراج، جیوفزیک، جیوکیمیا، هایدروجیولوجي او انجینري جیولوجي په برخو کې د علمي او عملي مهارت لرونکو کادرونو روزنه د دې څانګې له مهمو موخو څخه ده. همدارنګه څانګه هڅه کوي چې محصلین د معاصرې پوهې، اسلامي او انساني ارزښتونو، مسلکي اخلاقو او د تحقیق له روحیې سره وروزي، ترڅو وکولای شي د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اغېزمن خدمت ترسره کړي. زموږ باور دا دی چې یو ریښتینی جیولوجست باید د طبیعت د رازونو څېړونکی، د خپلې خاورې د شتمنیو ساتونکی او د ټولنې د هوساینې لپاره د علم عملي کوونکی وي.
همدارنګه په جیولوجي او معادن څانګه کې د علمي کادرې غړو د ظرفیت لوړول، د معیاري لابراتوارونو پراختیا، د کیفیت تضمین اصولو عملي کول، د نوې ټکنالوژۍ او معاصرو تدریسي مېتودونو کارول، او د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا د څانګې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. موږ هیله لرو چې د استادانو، محصلینو او ټولو همکارانو په ګډو هڅو به وکولای شو د جیولوجي او معادن څانګه د علمي ودې، تحقیق او مسلکي خدمت له پلوه لا پیاوړې او اغېزمنه کړو. په پای کې له الله تعالی څخه دعا کوو چې زموږ ټولې علمي او اکاډمیکې هڅې د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او خدمت وسیله وګرځوي او موږ ته د صداقت، اخلاص او بریا توفیق راپه برخه کړي.
پوهنمل خیرالدین راسخ
، د جیولوجي او معادن څانګې آمر