رياست مقام د دفتر آمريت
د ننګرهار پوهنتون رياست مقام د دفتر آمريت
د ننګرهار پوهنتون رياست مقام د دفتر آمريت په ١٣٩٠ ل کال د پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو. اوس مهال د نوموړي امريت مسؤليت ښاغلى غلام حيدر حيدر په غاړه لري چې له (١٣٩٥/١١/٢٤) نېټې راهيسې ياده دنده پرمخ وړي.
د دفتر آمريت تشکيلاتي جوړښت:
١- د رياست مقام د دفتر آمريت
٢- د اسناد او ارتباط عمومي مديريت
٣- د عرايضو د پذيرش مديريت
٤- د فرهنګي اړيکو عمومي مديريت
٥- د ارشيف عمومي مديريت
٦- د محرمو اسنادو مديريت
٧- ساتونکى معتمد
٨- جنسي معتمد
٩- پوسته رسوونکى
١٠- دوه تنه خدماتي کارکوونکي
د دندې موخه:
د لوړو زده کړو وزارت مقام، پوهنتون رياست، وزيرانو شورا او پارلمان د هداياتو د تطبيق سازماندهي او کنترول او د وروستيو کړنو په موخه اړوندو شعباتو ته د مراجعينو د مکتوبونو او عرايضو راجع کول.
د دندو شرحه:
- د پوهنتون له پلان سره سم ټاکلو موخو ته د رسېدو په خاطر د اوونيزو، مياشتنيو، ربعوار او کلني پلانونو ترتيبول.
- د پوهنتون د ستونزو د حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت مقام او نورو اداراتو سره د پوهنتون د رئيس د ملاقاتونو تنظيمول.
- د تطبيق او اجرااتو په موخه د رياست مقام د غونډو د پرېکړو ثبت او اړوندو څانګو ته لېږل.
- د موضوعاتو د سمون څخه د ډاډ په خاطر د مطبوعاتي غونډو تنظيم او نظارت.
- د مکتوبونو، وړانديزونو، استعلامونو او نورو اسنادو د تطبيق او تکثير په خاطر د ادارې له مقام څخه د هداياتو اخيستل.
- د کاري ستونزو د حل او اسانتياوو رامنځته کولو په خاطر اړوندو کارکوونکو ته لازم هدايات کول.
- د وروستيو تصاميمو نيولو په خاطر د ننګرهار پوهنتون رئيس ته د لوړو زده کړو وزارت مقام د رهبري هيئت او وزيرانو شورا غونډو د مصوباتو وړاندې کول.
- د وروستيو کړنو په خاطر د رئيس له هدايت اخيستلو څخه وروسته اړوندو شعباتو ته د مراجعينو د عريضو او مکتوبونو له لېږلو څخه نظارت او څارنه.
- د روڼتيا او شفافيت رامنځته کولو په خاطر د لوړو زده کړو وزارت رهبري هيئت د مصوباتو، لوايحو او مقررو د تطبيق څخه کنترول.
- د کاري سطح لوړولو او وروستيو تدابيرو نيولو په خاطر د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو د کيفيت ارزونه.
- د دندې پورې د اړوندو ټولو هغو وظايفو ترسره کول چې د اړوند آمر له خوا سپارل کېږي.
اړيکې:
0700627543 – 0786810655 Mob:
E-mail: haidar.musazai3@gmail.com