د نورستان لوړو زده کړو موسسې رئیس د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره ولیدل

nu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۹:۳۸
news

 

د نورستان لوړو زده کړو موسسې رئیس پوهنمل عبدالصبور غفورزي د ننګرهار پوهنتون له رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي سره ولیدل.

د لیدنې پر مهال ښاغلي غفورزي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه غوښتنه وکړه، چې د نورستان د نوتاسیسه تحصیلي موسسې لپاره د علمي کادرونو د استخدام، د نویو دیپارتمنتونو د ایجاد، د اداري چارو د پرمختګ لپاره د یو شمېر مامورینو خدمتي کول او په نورو علمي، تدریسي او اداري برخو کې دې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او علمي مرکزونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر اړتيا او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه په علمي او تاریخي لحاظ دویم ستر پوهنیز او اکاډمیک مرکز دی او دا خپله دنده او مسؤلیت ګڼي، چې د نویو او ځوانو پوهنتونونو سره اکاډمیکه مرسته او همکاري وکړي.

نوموړي وویل: ننګرهار پوهنتون اوس مهال د هېواد یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د تقرر، علمي ترفیعاتو، تضمین کیفیت، څېړنو، انلاین کورسونو ثبت او نورو بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ویاړ لري.

پوهاند بهسودوال د نورستان د لوړو زده کړو موسسې رئیس ته په اړوندو برخو کې د همکارئ ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه، چې د نوموړي موسسې د ایجاد پلان هم د ننګرهار پوهنتون ادارې د لوړو زده کړو وزارت مقام د هدایت په اساس جوړ کړی ؤ او په راتلونکې کې به په نورو برخو کې هم ورسره همکار وي.

د نورستان لوړو زده کړو موسسې رئیس پوهنمل عبدالصبور غفورزي په تېر کې د ننګرهار پوهنتون له مرستې مننه وکړه او په راتلونکې کې یې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu