د کيميا څانګې لرليد، ماموريت، ارزښتونه او موخې

لرليد

د کیمیا څانګه د راتلونکې لپاره د معیاري لوړو زده‌کړو، اغېزمنو علمي څېړنو او نوښت پر بنسټ په ملي او نړیواله کچه د باور وړ، مخکښ او پېژندل شوي علمي ډیپارټمنټ په توګه تثبیتېدل.

ماموریت

د معیاري نصاب، مسلکي علمي کادر، عصري لابراتواري امکاناتو او څېړنیز فعالیتونو له لارې د مسلکي، بااخلاقه او نوښتګرو کادرونو روزنه، تر څو د تدریس، څېړنې، صنعت، روغتیا او چاپېریال په برخو کې د هېواد اړتیاوو ته علمي او عملي ځواب ووایي او د ټولنې د پایدار پرمختګ ملاتړ وکړي.

ارزښتونه

  • د اسلامي، ديني او ملي ارزښتونو رعايت، ساتنه او احترام
  • د عقيدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحيو هر اړخيزه تقويه
  • د عباداتو کول او د اخلاص او تقوا روحيه تقويه کول
  • اسلامي ارزښتونو ته د متعهد او متدين ، مسلمان کادرونو تربيي ته توجه کول
  • د اسلامي ورورولۍ، یووالي، رحم، خواخوږۍ، خدمت کولو، متقابل درناوي او ایثار روحيې پیاوړتیا
  • په ژوند کې د شرعي احکامو عملي کول او پر هغوی د ټینګ باور روحيې پیاوړتیا
  • د اړیکو د ټینګښت او د دیني او عصري علومو ترمنځ د توازن رامنځته کولو روحيې پیاوړتیا، د دیني اصالت او دنیوي او عصري اړتیاوو پر بنسټ
  • د انسان د روحي، عقلي او جسمي اړتیاوو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او توازن رامنځته کولو روحيې پیاوړتیا، د وحې او الهي احکامو پر بنسټ

د پروګرام زده کړه يېزي موخې

د کیمیا د ډیپارټمنټ د پروګرام تعلیمي اهداف په دوو اساسي برخو وېشل شوي دي: لنډ مهاله او اوږد مهاله.

په لنډ مهاله تعلیمي اهدافو کې د فارغ التحصیلانو د مهارتونو او پوهې د کچې لوړول او وده په نظر کې نیول شوې ده، چې د دې لپاره د استادانو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړول او د فزیکي امکاناتو پراختیا اړینه ده.

په اوږد مهاله تعلیمي اهدافو کې د ټولنې اساسي اړتیاوې درک کول او د تحصیلي نظام د هغو اړتیاوو سره سمون ورکول دي، چې پایله یې د یوې لوستې، متدینې، ژمنې، اغېزمنې او توانمندې نسل فارغول دي د ټولنې د پرمختګ لپاره.

باید یادونه وشي چې پوهنتون د منځګړي رول لري، نو د تعلیمي اهدافو د ښه تحقق لپاره اړینه ده چې دولتي او خصوصي ادارې چې د کیمیا د ډیپارټمنټ له فارغانو څخه ګټه اخلي او همدارنګه د کار بازار له پوهنتون سره مستقیمه اړیکه ولري.

او د محصلینو د ټاکنې طریقه او د لوړو زده کړو کچه باید د دولت له خوا د خصوصي سکتور او کار آفرینۍ د ملاتړ له تګلارې سره همغږي وي، چې د دې درې بنسټونو همغږي به مثبتې پایلې ولري او د ستراتیژیک پلان موخو ته د رسېدو لپاره به یو مثبت ګام وي.

د کیمیا د ډیپارټمنټ د پروګرام عمومي اهداف عبارت دي له:

  • د فردي او ډله‌ییزو مهارتونو وده
  • د مسلکي پوهې وده
  • د عملي مهارتونو وده او په تولیدي او صنعتي برخو کې د کیمیا تطبیق
  • د کاري او وظیفوي ژمنتیا وده
  • د کیمیا په بېلابېلو برخو کې د پوهې او مهارت لوړول او د ماستري په کچه د زده کړو وړتیا
  • د نوښت او کارآفرینۍ وده

د برنامې متوقع پایلې:

  • په تولیدي او صنعتي پروژو کې د تطبیق پر مهال د تشخیص، اندازه ټاکنې، تحلیل او محاسبې اړینه پوهه ولري
  • د کارآفرینۍ او د خپل کاري چاپېریال د پراختیا وړتیا ولري.
  • یو مسلمان، متدین، ښه اخلاق لرونکی او د مسلکي اخلاقو پابند شخص وي.
  • د فردي او ټولنیزې پوهې د پراختیا وړتیا ولري او په ټولنه کې اغېزمن شخص وي.
  • د تدریس او د پوهې د انتقال وړتیا ولري او د یو ممتاز استاد په توګه وځلېږي.
  • د معاصرې پوهې پر بنسټ د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې د زده کړو دوام وړتیا ولري.
  • د کیمیا په برخه کې او د کیمیاوي موادو په کارولو کې یو متخصص شخص وي.
  • ټول کیمیاوي وسایل او تجهیزات او د هغوی د کار طریقه په ښه ډول وپېژني او تشریح یې کړي.
  • د ټولو کیمیاوي وسایلو د کارولو وړتیا ولري، چې د بېلابېلو موادو لکه اوبو، هوا، خاورې، غذایي، تجارتي او صنعتي او ټکنالوژیکي محصولاتو د تحلیل لپاره کارول کېږي.

User account menu