د جیولوجي معادن څانګې دتدریس میتودونه- Teaching Methodology

د جیولوجي او معادن څانګه د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیک پلان او اکاډمیکو پالیسیو سره سم هڅه کوي چې دودیز تدریسي سیستم د OBE (موخو پر بنسټ زده‌کړې) او SCL (محصل‌محوره زده‌کړې) عصري تدریسي مېتودونو ته واړوي. د دې موخې د تحقق لپاره پلان شته چې په راتلونکو پنځو کلونو کې هر کال د څانګې پنځه تنه استادان په یادو تدریسي سیستمونو او نوې اکاډمیکې طریقو کې مسلکي روزنې ترلاسه کړي، څو د تدریس کیفیت او د زده‌کړو اغېزمنتیا لا پیاوړې شي.

  • په تدریس کې کاریدونکې تکنالوژی او امکانات Teaching Facilities and technology -

اوس مهال د جیولوجي او معادن څانګې د تدریس بهیر د نظري، عملي او ساحوي تمرینونو پر ګډ ترکیب ولاړ دی، څو محصلین له علمي مفاهیمو سره تر څنګ عملي مهارتونه هم ترلاسه کړي. استادان د تدریس پر مهال له پروجکټور، ملټي‌میډیا او LCD وسایلو څخه ګټه اخلي، ترڅو د زده‌کړو کیفیت او د محصلینو علمي درک لا پیاوړی شي.

د محصلینو د عملي وړتیاوو د لوړولو په موخه ساحوي علمي سفرونه، لابراتواري فعالیتونه او انټرنشپ پروګرامونه په منظم ډول ترسره کېږي. همدارنګه د هر مضمون لپاره د عملي کارونو، راپورونو او پروژو ځانګړې فیصدي ټاکل شوې ده، څو محصلین وکولای شي خپلې نظري زده‌کړې په عملي ډول تطبیق کړي.

User account menu