د جيولوجي او معادن څانګې لرليد، ماموريت، ارزښتونه او موخې
- لرلید Vision))
د جیولوجی او معادن څانګه په راتلونکې کې دا هيله لري چي د افغانستان د بیارغونې او ودې لپاره او هم د هېواد اړتیا اړوند په مختلفو څانګو کې محصلين وروزي او په اکاډميکه سطحه کې د سیمې او نړۍ وړ ضرورتونو ته ځواب ووايي.
- ماموریت (Mission)
د جیولوجی او معادن څانګه دی ته ژمن دی چې د هېواد د بیارغونې او انکشاف لپاره د جیولوجی او معادن په بېلابېلو څانګو کې په علمي لوړه کچه کادرونه او متخصصین وروزي او ټولنې، سیمې او نړۍ ته په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د خدمت لپاره وړاندې کړي. همدارنګه د څانګې د شته ستونزو د حل او نوي پرمختګونو لپاره څېړنې ترسره کړي.
- ارزښتونه (Values)
- دیني مقدساتو ته احترام لرل
- کیفیت او پرمختګ
- د حقوقو مساوات
- صداقت او همکاري
- د نظم رعایت کول
- په زده کړو او خدماتو کې وډه او پرمختګ
- اکاډميک، مالي او اداري استقلاليت
- مشارکت او غیر متمرکزوالی
- شفافيت، عدالت او ملي ارزښتونه
- د څانګې ستراتیژیک اهداف
د جیولوجی او معادن څانګې د عمده ستراتیژیک اهداف په لاندې ډول دي:
- د علمي او څېړنيزو چارو په برخه کې په ملي او نړيوالو معيارونو برابره څانګه رامنځته کول
- په علمي او اکاډميک ډګر کې پرمختګ او د استادانو شمېر لوړول
- د جیولوجی او معادن په څانګه پوهنځی سطحې ته ارتقا، ورکول
- د پترولوژي، منرالوجي، هایدروجیولوجي او انجینري جیولوجي لپاره معیاري لابراتوارونه جوړول
- د شپې برنامې برابرول
- نړیوال تدریسي کتابونه خریداري کول
- د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او حل لارې موندل
- د نوي تکنالوژۍ معرفي او خپرول
- د طبیعي منابعو څخه مناسبې استفادې او د طبیعي حوادثو د خطر کمولو لپاره عامه پوهاوی
پلټنې او نوښتونه