دجيولوجي معادن څانګې لنډه پېژندنه
د ننګرهار پوهنتون د ساینس پوهنځي د جیولوجي او معادن څانګه په ۱۳۹۳ هـ.ل کال کې د یاد پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوه. دغه څانګه د جیولوجي او اړوندو مضامینو د تدریس چارې پر مخ وړي. د څانګې درسي نصاب د پوهنې وزارت د لېسو، حرفوي او مسلکي ښوونځیو، ګمرکاتو، لابراتوارونو، د کانونو او پترولیم وزارت، صنعتي فابریکو، او د نړۍ د معیاري پوهنتونونو د نصابونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته ترتیب او تدوین شوی دی. دغه څانګې په ۱۳۹۷ هـ.ل کال کې خپل لومړني فارغان ټولنې ته وړاندې کړل.
اوس مهال د جیولوجي او معادن څانګه پنځه تنه برحاله علمي کادر غړي لري، چې تر څارنې او لارښوونې لاندې یې ۱۹۲ تنه محصلان په زده کړو بوخت دي، او هر کال نږدې ۶۰ تنه فارغوي.