د ننګرهار پوهنتون د تقرر او انفکاک مجلس ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ ترسره شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۵:۲۰
Picture

په یاده کاري ناسته کې چې د پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شوه، د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني د خپلې وینا پر مهال د مجلس غړو ته د استادانو تقرر او انفکاک پروسه کې د شفافیت او عدالت په پام کې نیولو سپارښتنه وکړه او په خبره یې دغه چاره په پوهنتون د خلکو د باور زیاتوالي سبب ګرځي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې پوهنتون کې به د وړ او ژمنو علمي کادرونو د ګمارنې او پرمختللو اکاډمیکو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خپل کوښښونه جاري وساتي.  
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان او بامیان سربېره د سپین غر او التقوی پوهنتونونو د استادانو د تقرر ۱۹ او انفکاک ۷ کیسونه مطرح او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (په امارتي دفاترو کې جزايي دعوا ته د رسېدنې عملي پروسه) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تعقیب او ګرفتارۍ عمومي مدیر له خوا د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال له پوهنتون څخه د بهر اوسېدونکو محصلینو احوال واخیست.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي او د لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

BACK TO NEWS

User account menu