د جيولوجي او معادن څانګې لرليد، ماموريت، ارزښتونه او موخې

  • لرلید Vision))

د جیولوجی او معادن څانګه په راتلونکې کې دا هيله لري چي د افغانستان د بیارغونې او ودې لپاره او هم د هېواد اړتیا اړوند په مختلفو څانګو کې محصلين وروزي او په اکاډميکه سطحه کې د سیمې او نړۍ وړ ضرورتونو ته ځواب ووايي.

  • ماموریت (Mission)

د جیولوجی او معادن څانګه دی ته ژمن دی چې د هېواد د بیارغونې او انکشاف لپاره د جیولوجی او معادن په بېلابېلو څانګو کې په علمي لوړه کچه کادرونه او متخصصین وروزي او ټولنې، سیمې او نړۍ ته په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د خدمت لپاره وړاندې کړي. همدارنګه د څانګې د شته ستونزو د حل او نوي پرمختګونو لپاره څېړنې ترسره کړي.

  • ارزښتونه (Values)
  1. دیني مقدساتو ته احترام لرل
  2. کیفیت او پرمختګ
  3. د حقوقو مساوات
  4. صداقت او همکاري
  5. د نظم رعایت کول
  6. په زده کړو او خدماتو کې وډه او پرمختګ
  7. اکاډميک، مالي او اداري استقلاليت
  8. مشارکت او غیر متمرکزوالی
  9. شفافيت، عدالت او ملي ارزښتونه​​​​​​​
  • د څانګې ستراتیژیک اهداف

د جیولوجی او معادن څانګې د عمده ستراتیژیک اهداف په لاندې ډول دي:

  1. د علمي او څېړنيزو چارو په برخه کې په ملي او نړيوالو معيارونو برابره څانګه رامنځته کول
  2. په علمي او اکاډميک ډګر کې پرمختګ او د استادانو شمېر لوړول
  3. د جیولوجی او معادن په څانګه پوهنځی سطحې ته ارتقا، ورکول
  4. د پترولوژي، منرالوجي، هایدروجیولوجي او انجینري جیولوجي لپاره معیاري لابراتوارونه جوړول
  5. د شپې برنامې برابرول
  6. نړیوال تدریسي کتابونه خریداري کول
  7. د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او حل لارې موندل
  8. د نوي تکنالوژۍ معرفي او خپرول
  9. د طبیعي منابعو څخه مناسبې استفادې او د طبیعي حوادثو د خطر کمولو لپاره عامه پوهاوی

پلټنې او نوښتونه

User account menu