دکيميا څانګې اکاډمیک پروګرامونه

د کېميا ډيپارټمنټ ليسانس دوره ټول (۱۵۴) کريډ يټونه لري چي د کريډټ  سيستم په بڼه اته سمسترونو کې ترتيب شوي ، هر کريډټ نظري او عملي درسونه لري ،  د نوموړي کريديتونو له (۹۹)کريديتونه = (۶۵٪) د اختصاصي مضمونونو، (۲۸) کريديتونه =(۱۸٪) د اساسي مضمونو او (۲۸) کريديتونه =(۱۷٪) دعمومي مضامينو لپاره ځانګړي شوي ځیني علمي فعالیتونه يي لاندی ذکر کوو.

د کريډيټ سيستم پياوړتيا او پلي کول

د نړۍ ډېري پوهنتونونه د کريډيټ سيستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بيايي او له دې لارې محصيلينو د ښو پايلو لرونکو زده کړو او اسانتياوو زمينه برابروي چې له يوې خوا محصلين وکولاي شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهير پرمخ يوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتياوو څخه هم برخمن شي. د ساينس پوهنځي کيميا څانګه د کريډيټ سيستم زده کړو د پياوړتيا او معياري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  1. د کريډيټ سيستم د موثريت په اړه محصيلينو ته معالومات ورکول
  2. په څانګو کې د کرېډيټ سيستم عملي کېدو څارل
  3. د پايلو پر بنسټ د زده کړو په نتيجه کې د کرېډيټ لايحې موخې ترلاسه کول
  4. د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
  5. د کرېډيټ لايحې په اساس د عملي زده کړو پياوړي کول
  6. د ټرانسکريپټونو د ترتيب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فيصدۍ تر څنګ د GPA په سيستم برابرول

. د زده کړيالانو  لپاره د خدماتو او اسانتياوو پياوړتيا

پوهنتونونه هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې زده کړيالانو  ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پايلو په لرلو سره زده کړيالان وروزي چې پوهنتونونه د هېواد او په نړيواله کچه د زده کړيالانو  توجه او رضايت خپل کړي.  د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنځی او څانګي  غواړي چې له يو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حيثيت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي.

د زده کړه او تدريس روشونه

 ددی برنامی د تدريس او زده کړی لپاره شامل ميتودونه لکچر، تمرين، سوال جواب، نمايش، سيرعلمی ، مشکلاتو حل کول ، ګروپی کارونه او عملی کول شامل دی. د هر مضمون لپاره په جلا ډول د مهارتونو  او پوهی لاسته راوړل پام کي نيول شوی.

User account menu