دجیو لوجی معادن څانګې د محصلانو لاسته راوړنې (Student Achievements)
د جیولوجي او معادن څانګې محصلان د خپلو علمي لاسته راوړنو په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې فعال رول لري. هغوی د خپلو مونوګرافونو لپاره د څېړنیزو او تطبیقي موضوعاتو انتخاب ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي چې د عملي اړتیاوو سره سمې موضوعګانې وڅېړي. همدارنګه د پلان له مخې، د علمي مناظرو، کنفرانسونو او ساحوي کارونو له لارې د محصلانو وړتیاوې لا پیاوړې کېږي. دغه څېړنیز او عملي فعالیتونه نه یوازې د دوی علمي مهارتونه لوړوي، بلکې د مسلکي وړتیاوو او د ستونزو د حل کولو په برخه کې هم مهم رول لري.