دجيولوجي معادن څانګې اکاډميک پروګرامونه

سند (Degree)

لیسانس (B.Sc) په جیولوجي او معادن کې

  • د برنامې په اړه مالومات

دغه پروګرام د جیولوجي او معادن په برخه کې د مسلکي، علمي او تخنیکي کادرونو د روزنې په موخه طرحه او تنظیم شوی دی. د دې پروګرام فارغان کولای شي د کانونو او پټرولیم وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت، کرنې وزارت، صنعتي فابریکو، لابراتوارونو، ګمرکاتو او خصوصي سکټور په بېلابېلو ادارو کې د کانونو د سروې، پلټنې، اکتشاف، استخراج او پروسس په برخو کې اغېزمن او مسلکي خدمتونه وړاندې کړي. همدارنګه فارغان د طبیعي منابعو د مدیریت، علمي څېړنو او تخنیکي ارزونو په برخو کې د فعالیت وړتیا هم ترلاسه کوي.

  • د داخلېدو اصول

د ننګرهار پوهنتون د ساینس پوهنځي جیولوجي او معادن څانګې ته د محصلینو جذب او داخلې بهیر د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې له لارې ترسره کېږي. د داخلېدو شرایط، کټګورۍ او اړوند اصول د لوړو زده کړو وزارت او د ننګرهار پوهنتون د نافذه لوایحو او مقرراتو مطابق تنظیم او عملي کېږي.

User account menu