د وردګ پوهنتون په علمي – څېړنیز کنفرانس کې د ننګرهار پوهنتون ګډونوال څېړونکي استادان وستایل شول.
ننګرهار پوهنتون خپل هغه استادان وستایل، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په رهبرۍ او وردګ پوهنتون په کوربه توب جوړ شوي (د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام حفظه الله تعالی و رعاه د فرمانونو د اغېزو علمي – څېړنیز کنفرانس) کې یې ګډون او خپلې مقالې ارایه کړې وې.
یاد کنفرانس لپاره د ننګرهار پوهنتون د استادانو ۶۱ څېړنیزې مقالې منل شوې وې، چې له کبله یې دې پوهنتون لومړی مقام ترلاسه کړ.
د ستاینغونډې پرانیستونکې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د دې ستر علمي، څېړنیز او معنوي کنفرانس په بریالي ترسراوي خوښي وښوده او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام حفظه الله تعالی و رعاه، علمیت، درایت، تقوا، توکل، اطاعت، اخلاص، اسلامي نظام استحکام لپاره ورکړیو قربانیو او نورو ځانګړتیاوو په اړه یې خبرې وکړې.
نوموړي وویل، دې کنفرانس د بې شمېره معنوي ګټو تر څنګ د اسلامي امارت د مشرانو، مسؤلینو او چارواکو ترمنځ خپلمنځي اتفاق، درناوی، تعامل او حسنه چلند وښود او سپارښتنه یې وکړه، چې ټول دې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام حفظه الله تعالی و رعاه د فرامینو، احکامو او اوامرو قدر وکړي او په جدي توګه یې تطبیق کړي.
محترم بسام صاحب د ننګرهار پوهنتون د استادانو هڅې، تحقیقات او علمي وړتیاوې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې استادان دې د علم، څېړنو او تالیف په برخه کې خپلې حوصلې او جذبات همداسې پیاوړي وساتي، پر مهمو موضوعاتو دې ګټورې څېړنې وکړي او د ملک په کچه راتلونکو کنفرانسونو کې دې هم خپلې وړتیاوې ثابتې کړي.
د غونډې پر مهال په کنفرانس کې د ننګرهار پوهنتون د ګډونوالو استادانو په استازیتوب د شرعیاتو پوهنځي مرستیال پوهنیار مجیب الرحمن واصل خپل تاثرات شریک کړل.
په پای کې د پوهنتون رهبرۍ او نورو مسؤلینو له خوا د یاد علمي- څېړنیز کنفرانس برخه والو استادانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
په دې ستاینغونډه کې د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ غړو، خصوصي پوهنتونونو یو شمېر مسؤلینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
