د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
انځور

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره مناسب فرصتونه او اسانتیاوې برابروي او علمي کنفرانسونه، ورکشاپونه، سیمینارونه، لکچرونه او نور روزنیز پروګرامونه تنظیموي.

همدارنګه به دواړه لوري په داخلي او نړیوالو علمي ژورنالونو کې د استادانو د علمي او څېړنیزو مقالو د خپرولو، څېړنیزو تجربو تبادلې او د علمي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې متقابله همکاري کوي.

دغه تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د الفلاح پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال عمران الله اختر ترمنځ په هغې غونډه کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو د علمي څېړنو مرستیالانو تر منځ د څېړنیزو همکاریو د پراختیا، ګډو علمي اړیکو د پیاوړتیا او روانو څېړنیزو فعالیتونو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu