د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
انځور

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ پرانیستې وینا کې د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي د لوړو زده‌کړو په بهیر کې د الکترونیکي زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره د تدریس او زده‌کړې لارې چارې هم بدلې شوې دي او د باکیفیته زده‌کړو د وړاندې کولو لپاره د حضوري ترڅنګ د انلاین زده‌کړو پیاوړتیا ډېره مهمه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې معیاري پرېزنټېشن د انلاین او حضوري تدریس د کیفیت په ښه والي او لوړولو کې اساسي رول لري او دغه ډول مسلکي روزنیز ورکشاپونه کولی شي د نوې ټکنالوژۍ په کارونه کې د استادانو مهارتونه او تدریسي وړتیاوې غښتلې او پراخه کړي.

د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې مسؤل او د انجنیري پوهنځي استاد پوهنیار حبیب الرحمن حکیمي او د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنیار عبدالبصیر احمدي د دې ورکشاپ روزونکي دي چې د معیاري پرېزنټېشن جوړولو، انلاین او حضوري تدریس لپاره د منظمې درسي محتوا چمتو کولو، تدریس کې د مصنوعي ځیرکتیا څخه استفادې، عصري ټکنالوژۍ ګټورې کارونې او د ورکشاپ اجنډا مطابق نورو موضوعاتو کې استادانو ته روزنه او د هغوی ظرفیت لوړ کړي.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته اداري فساد سره د مبارزې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت اړوند وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د اداري فساد مخنیوي، ورځینو چارو لا روڼتیا او د یوې سالمې، ځواب ‌ویونکې او شفافې اداري فضا تأمین په موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د سلام اچولو د اهمیت او فضیلتونو په اړه اصلاحي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون لیلیه محصلینو ته په اسلام مبارک دین کې د سلام اچولو د اهمیت، فضیلتونو او ټولنیزو ګټو په اړه اصلاحي او معلوماتي سیمینار وړاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۳
Background image

قراردادي خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون دزراعت او وترنري علومو پوهنځيو د تحقيقاتي فارمونو لپاره د ضرورت وړ لوازمو. . .

BACK TO NEWS

User account menu