ننګرهار پوهنتون کې د یوه مجهز څېړنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

nu_admin
Sun, Mar 24 2024 8:54 AM
Picture

د یاد مرکز وداني د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په هلو ځلو او د شهید افسر خان ستانکزي خيريه بنسټ له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اړینو عصري تجهیزاتو په لرلو سره په ۳ پوړونو کې جوړېږي، چې چارې به یې د ۷ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ياده وداني په درې پوړونو کې ۳ هالونه، ۴ لويې خونې او نور اړوند محلقات لري، چې څېړنيز فعاليتونه به په کې ترسره کيږي.

په همدې موخه د ننګرهار پوهنتون (PDC) مرکز کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ مرستیال او د شهید افسر خان بنسټ مسؤلینو برخه لرله.

غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس شيــ/ـخ انعام الله مدني وويل، څېړنيز مراکز د پوهنتونونو لپاره د ملا د تير حيثيت لري او پرته له تحقيق او څېړنې په علمي برخه پرمختګ ستونزمن دی.

نوموړي د ياد مرکز د ودانۍ د چارو په پيلېدو خوښي څرګنده کړه او د شهيد افسر خان ستانکزي د کورنۍ له غړو يې مننه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون لومړيتوب يې درک کړ او اساسي برخه کې يې ورسره مرسته وکړه.

د ننګرهار پوهنتون مخکينی رئيس پوهاند ډاکتر خليل احمد بهسودوال، د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار قاضي خالد صداقت او د امنيه قومندانۍ مرستيال مــ/ولوي محمد طاهر مبارز د غونډې نور ويناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال يې د شهید افسر خان ستانکزي خيريه بنسټ له مسؤلینو مننه وکړه، چې له ننګرهار پوهنتون سره مرسته کوي او دا اقدام یې له علمي بنسټونو او په ټوله کې له علم او پوهې سره د دوی مینه وبلله.

د نوموړو په وينا، د ياد څېړنيز مرکز په جوړېدو سره به ننګرهار پوهنتون کې څېړنيز فعاليتونه پراخه، څېړنو په برخه کې د استادانو او محصلينو ستونزې حل او د هېواد په کچه به په اړينو موضوعاتو څېړنې ترسره شي.

د شهيد افسر خان ستانکزي خيريه بنسټ په استازيتوب الحاج باز محمد افسرزي خبرې وکړې او د خپلو خبرو پر مهال يې د خپل بنسټ د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې د چا مالي ملاتړ ورسره نشته او په خپل شخصي لګښت په ننګرهار پوهنتون کې ياده پروژه تطبيقوي.

نوموړي د ياد څېړنيز مرکز ايجاد د وخت اړتيا وبلله او ډاډ يې څرګند کړ، چې په لوړ کيفيت به ياده وداني ورغوي او په اړينو تجهيزاتو به يې سمبال کړي.

د مجلس په پای کې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه او راغلو مېلمنو د پروژې د تطبیق په ساحه کې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

Latest news

Mon, Aug 29 2022 9:27 AM
Background image

Acting Minister of Higher Education praised the presidents of Kabul Polytechnic and Nangarhar Universities.

 

Acting Minister of Higher Education Alhaji Maulvi Abdul Baqi Haqqani, President of Kabul Polytechnic University, President of Nangarhar University Dr. Khalil Ahmed Behsudwal, Prof.. . .
Tue, Jun 29 2021 7:44 AM
Background image

Nangarhar University signs MoU with Al Taqwa Institute of Higher Education.

 

 

According the officials, with accordance to the MoU, both the higher educational institutions would support each other in teaching, research, practicums, appointment of the. . .

Mon, Jun 28 2021 7:33 AM
Background image

Chancellor of Nangarhar University Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal leads Academic Council.

 

 

Vice Chancellor for Academic Affairs Assistant Professor Dr. Mohammad Hamid Kadwal, Vice Chancellor for Administrative and Financial Affairs, Deans of faculties, Professors, the. . .

BACK TO NEWS

User account menu