طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
انځور

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د عامه پوهاوي زیاتوالي په موخه یو ورځنی سيمینار وړاندې شو.

 یاد سيمينار د میوند طبي لابراتوار په تخنیکي مرسته د همدې لابراتوار د جنیتیک څانګې مشر ډاکتر صفي الله له خوا وړاندې شو، چې پر مهال یې د تلاسیمیا ناروغۍ د خطرونو، لاملونو، نښو او اغېزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د سيمینار وړاندې کوونکي وویل، چې تلاسیمیا یوه ارثي د وینې ناروغي ده، چې د مور او پلار له لارې ماشومانو ته انتقالېږي او که پر وخت یې تشخیص او مخنیوی ونه شي، د ناروغانو روغتیا او راتلونکی له جدي ستونزو سره مخ کولی شي.

نوموړي همدا راز د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص په برخه کې د وروستیو طبي پرمختګونو، عصري لابراتواري معایناتو، جنیټیک سکریننګ او د واده مخکې د معایناتو د اهمیت په اړه معلومات ارایه کړل او زیاته یې کړه، چې د وخت مخکې معاینات او عامه پوهاوی کولای شي، د دې ناروغۍ د خپرېدو کچه تر ډېره راکمه کړي.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي مرستیال پوهاند ډاکتر محب الله شینواري د میوند طبي لابراتوار له مسؤلینو د مننې تر څنګ وویل، چې د روغتیايي، تعلیمي او تحصیلي مرکزونو او خلکو ګډه همکاري د تلاسیمیا ناروغۍ څخه د پاکې او سالمې ټولنې د رامنځته کولو لپاره اړینه ده او اړونده برخه کې باید ټول خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ننګرهار طب پوهنځی به راتلونکي کې هم د ورته خطرناکو ناروغیو په هکله د عامه پوهاوي د سيمینارونو او ورکشاپونو د جوړولو زمینه برابره کړي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu